پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله د زوی وژنه تاييد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): پاکستاني طالبانو ويلي، چې د دوی د مشر ملا فضل الله ځوان شپاړس کلن زوی عبدالله د امریکايي ډرون الوتکې په بريد کې له خپلو ۲۱ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني ويلي، چې دوی د اسلام د اولو وختونو په څېر د قربانيو له دور څخه تېرېږي او په همدې حال کې د روانې فبرورۍ مياشتې په اوومه نېټه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه امریکايي بې پيلوټه الوتکې د پاکستاني استخباراتو په مرسته پر يوې ديني مدرسې بمبار کړی، چې له امله يې د ملا فضل الله د شپاړس کلن زوی عبدالله په شمول يو ويشت کسان وژل شوي دي.

محمد خراساني ګواښ کړی، چې دوی به د خپلو وژل شوو کسانو غچ له خپلو دښمنانو اخلي.

په عين حال کې امریکا د پاکستاني طالبانو د مشر پر سر اته ميليونه ډالر انعام ټاکلی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، که هر چا د ملا فضل الله د شتون په اړه او يا هم د هغه د اوسېدو په اړه نور معلومات ورکړل، هغه سړي ته به اته ميليونه ډالر جایزه ورکړي.

د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې د ملا فضل الله په ګډون د پاکستاني طالبانو د يوې جلا شوې ډلې جماعت الاحرار د مشر عبدالولي او همدارنګه د يوې بلې ډلې د مشر منګل باغ پر سر جایزېټاکل شوي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په وينا ملا فضل الله او نور پاکستاني قومندانان پر امریکايي اتباعو او د امریکا د ملي ګټو پر ضد هڅو کې لاس لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د