طالبانو د کندوز او خوست په ګډون په ګڼو ولايتونو کې د نيالګيو کرلو اشر پيل کړی «انځورونه»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): طالبانو د خپل مشر شيخ هبت الله اخندزاده له امر سره سم په کندوز، تخار، خوست، لوګر او نورو ولايتونو کې د ځايي خلکو په همکارۍ د نيالګيو کينولو اشر پيل کړی دی.

د طالبانو د زارعت کميسون له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوو عسکونو کې ښکاري، چې طالبان په کندوز، خوست او نورو سيمو کې د ځايي خلکو په ملتيا نيالګي کري.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼې کې راغلي، چې د دوی مشر شيخ هبت الله اخندزاده خپلو جنګياليو ته امر کړی، چې د بهرنيو او کورنيو عسکرو پر ضد د جګړې سربېره بايد د خپلو خلکو او هېواد د هوساينې او چاپېريال ساتلو لپاره د نورو ټولنيزو ښېګڼو سربېره نيالګي هم وکري او د هېواد په سمسورولو کې له خپلو هېوادوالو سره په ګډه کار وکړي.

طالبانو تېر کال د خپل مشر له امر سره سم تر خپل واک لاندې سيمو کې دنيالګيو کرلو لپاره د ولسي خلکو په مرسته پراخ اشر کړی و. په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو دغه ګام په پراخه کچه ستايل شوی و او دا کار يې د ولس او چاپېريال د ښېرازۍ لپاره ښه هڅه او پرمختګ بلل شوی و.

طالبان د پوځي چارو، سربېره په فرهنګي، ښوونې او روزنې، معدنونو، د ملکي تلفاتو د مخنيوي، زارعت او نورو چارو په اړه کميسيونونه لري، چې د وزارتونو په توګه کار کوي او د نيالګيو کرلو کار يې هم د زارعت کميسيون ته سپارلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د