ادبي لیکني

ځوان ادبي بهیر خپله ۴۳مه ادبي غونډه تر سره کړه!

فضل حق سعید ته بلنه ورکړل شوه، چې سعید هم له خپلې ژمنې سره سم دسلطان جان کلیوال لنډه پېژندنه له ګډونوالو سره شریکه کړه. ورپسې نورالامین لودین د ادبي پوښتنو لړۍ پرانېستله، چې په ترڅ کې یې یوه پوښتنه صفي الله صافي، دوه پوښتنې محمود خزان او یوه پوښتنه مرسلین متینزي ځواب کړه.

 د کره کتنې لپاره د فضل کریم سادات غزل وړاندې شو، چې مطلع یې داسې وه:

چې په هر ښکلي مې نظر ورشي
زړګی مې خیال کې په چکر ورشي

محمود خزان وویل: (( بیت ډېر هنري دی، په داسې حال کې چې شاعر یې نوې شاعرۍ ته مخه کړې ده.

دویم بیت:

څه مینه ناک غوندې طبیعت دی زما
سهار خفه شي مازیګر ورشي

        دا بیت د ټولو ګډونوالو له خوا وستایل شو.

دریم بیت:

لکه ماشوم په ژړاګانو سر شي
زړګی چې چم ته د دلبر ورشي

        بلال ظاهر وزیري وویل: که دوهم نیم بیتی یې داسې شي نو ښه به وي:((زړه چې مې چم ته د دلبر ورشي))

څلورم بیت:

سوری سوری مې شي زړګی په غشو
چې د بڼو دې پرې لښکر ورشي

        بلال ظاهر وزیري او ضمیر ګل احمدي وویل چې زړګی په کې ډېر تکراري راغلی دی. محمود خزان وویل:که په دریم بیت کې (زړه) راشي، نو د تکرار مخه به ونیول شي.

مقطع:

فضل کریم سادات لا نه پوهېږي
هغه ته څنګه په هنر ورشي

        مقطع د ټولو ګډونوالو له خوا وستایل شوه. په دې پسې فضل کریم سادات ته بلنه ورکړل شوه. هغه له ټولو مننه وکړه او له کره کتنې خوشاله و، چې په لومړي غزل یې خلکو نظرونه ورکړل.

        دا غونډه د محمود خزان له خوا د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، چې ضمیر ګل احمدي د تېرې اونۍ ګوزارش ولوست. محمد اعظم صدیقي وویل چې ګوزارش ښه و، خو غونډه په کې مخکې-وروسته شوې وه. خو فضل حق سعید ورغبرګه کړه چې دا نوښت دی، خو لږ په تېزه ولوستل شو، چې خزان یې هم ملاتړ وکړ.

        له یاده دې پاتې نه وي چې، د غونډې له پیله تر نیمایي پورې دریځ مرسلین متین زي ښکلی کړی و، چې بیا ویاندویي د فضل حق سعید له خوا رنګینه شوه. په پای کې یوه ازاده مشاعره وشوه، چې ګڼ شمېر شاعرانو په کې خپل شعرونه ولوستل. د یادونې دوړ ده چې دا ناسته د ۱۳۹۳ کال د جوزا په نهمه نېټه، د جمعې په مبارکه ورځ، د تل په څیر د نوي سهار انستېتیوت په انګړ کې سهار نهه بجې پیل او غرمه ناوخته پای ته ورسېده.

ځوان ادبي بهیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x