طفيل بن عمرو الدوسي رضی الله تعالی عنه

tufail_bin_amrطفيل بن عمرو الدوسي په جاهليت کي د دوس د قبيلې سردار او د عربو له وتلو او نامتو اشخاصو څخه يو شخص او له يو شمير هغو اشخاصو څخه يو تن وو، چي په سخا کي يي شهرت درلود ، هيڅکله يي کټو له اورڅخه کښته شوې نه ده او نه يي دروازه د هغه چاپر مخ تړلې ، چي ورټکولې يي ده ، وږو ته به يي ډوډۍ، وېرېدونکي ته امن او پناه غوښتونکي ته يي پناه ورکوله ، خو له دې سره ،

سره يو ځيرک، نامتو اديب او يو نازک خيال شاعر وو، نرم احساسات يي درلودل ، د بيان خواږه او ترخه ورته معلوميدل، په نوموړې کي به يوې خبرې داسي تأثير کاوو لکه جادو. طفيل په تهامه کي د خپل قوم تر ودانيو تير او د مکې لورته يي هغه مهال مخه وکړه چي د رسول الله ﷺ او کفارو قريشو تر مينځ د جګړې ميچنې ګرزيدې، هرې ډلې هڅه کوله چي خپل ځان ته ملګری پيدا او خپله ډله ، ټپله ډيره کړي، خو رسول الله ﷺ د الله ﷻ لورته خلګ دعوتول ، وسله يي ايمان او حق وو، او له بل پلوه د قريشو کفارو د دوي دعوت په هر راز وسله سره ايساراوه او په هره وسيله يي خلګ ورڅخه بندول. طفيل په داسي وخت کي دې جګړې ته ور داخل شو چي هيڅ تياری يي نه درلود او د جګړې تل ته بې قصده ور داخل شو. نوموړی مکې ته د همدې غرض لپاره نه وو راغلی او نه يي تر دې وړاندي د حضرت محمد ﷺ او قريشو کانې په سوچ کي ورګرزيدلي وې ، له همدې امله د طفيل بن عمرو الدوسي د دې جګړې په اړه يوه داسي کيسه شته چي د هيريدو وړ نه ده اوس تاسو هغې ته غوږشئ ځکه هغه له ډيرو غريبو کيسو څخه ده. طفيل کيسه کوي او وايي : زه مکې ته راغلم کله چي مي د قريشو سرداران وليدل ، دوي سمدستي پرې راټول شول زما يي ډير تود هرکلی وکړ او د دوي په مينځ کي يي پر يو پرتمين ځاي کښېنولم ، وروسته د دوي سرداران او مشران راته را غونډ شول او راته ويې ويل: ای طفيله ! ته زموږ ښارونو ته راغلې او دي کس چي ګمان کوي چي دی نبي دی ، زموږ کار خراب کړی او زموږ اجتماعيت يي شيندلی ، موږ يي په اختلاف کي سره اچولي يو، او له موږ سره دا ويره ده چي تاته او ستا واکمني ته به هم هغسي ګواښ وګرځي لکه موږ ته چي ګرزيدلی دی؛ نو له دې سړي سره خبرې مه کوه او مه هيڅ خبره ورڅخه اوره ، د ده داسي ويناده لکه جادو،زوي او پلار ، ورور او ورور، ميرمن او خاوند سره بيلوي. طفيل وويل: والله دوي تر هغو پوري د ده له عجيبه کيسو څخه بيان راته کاوو، او زه يي د خپل ځان او خپل قوم په اړه ويرولم ، چي مادا پريکړه وکړه چي نژدې به نه ورځم ، نه به خبره ورسره کوم او نه به شئ ورڅخه اورم خو کله چي سهار پر کعبه د طواف کولو او له هغو بتانو څخه چي موږ به تبرک ورڅخه اخيست او د هغوي لپاره به مو د حج احرام تړی ، مسجدحرام ته ولاړم ؛ نو د دې ويرې له امله چي غوږ ته مي د محمد ﷺ له خبرو څخه څه شئ رانشي په غوږونو کي مي پنبه کيښودل ، خو کله چي مسجد ته ورداخل شوم ، نوموړي مي په داسي حال کي وموند چي پرلمانځه ولاړ وو ، خو وار په وار بې له قصده زه ورنژدې کيدم ، آن چي ښه ورڅيرمه شوم، د ده ليدو ډير خوشحاله کړم ، د ده عبادت ډير خوند راکړ ، نورهم بې اختياره ورنژدې شوم ، ده داسي لمونځ کاوو، چي زموږ له لمانځه سره يي توپير درلود او زموږ له عبادته پرته بل ډول عبادت يي کاوو، د خداي ﷻ رضا وه ، ده چي څه ويل، ځيني هغه خبرې مي غوږو ته ورسيدې ، د ده ښې او خوږ خبرې مي واوريدې او په زړه کي مي وويل : مور درباندي بوره شه طفيله ! ته خو يو تکړه شاعر يي ، پرتاخو ښه او بد پټ نه دي، ته څه شئ له دې ايسار کړی يي ، چي د دې سړي خبرې واورې ، که چيري يي ښې او غوره خبرې کولې ، وبه يي مني او که بېکاره وې پرې به يي ږدې ، طفيل وويل: وروسته زه تر هغو تم شوم چي رسول الله ﷺ کورته ولاړ ، زه هم ورپسي شوم چي دی کله کورته ننووت ، زه هم ورننوتلم او ورته ومي ويل : ای محمده ! ستا قوم ستا په اړه داسي او داسي راته وويل: والله تر هغو يي ستا څخه ويرولم آن چي په دې نيت چي ستا خبرې وانه ورم په غوږونو کي مي پنبه کښيښودل ، خو د خداي ﷻ رضا بيا داوه چي بيا يي هم څه را واورول ، هغه مي ډير غوره وبلل اوس ته راته خپل حال بيان کړه ، ده هم خپل حال بيان کړ، سورة الاخلاص او فلق يي راته تلاوت کړل ، والله که مي د ده تر قول غوره قول وړاندي اوريدلی وو، اونه مي د ده تر امر مناسب امر ليدلی وو، په دې وخت کي مي لاس ور اوږد کړ، د لااله الاالله محمد رسول الله ، شاهدي مي وويله او په اسلام کي داخل شوم. طفيل وويل: وروسته په مکه کي تر هغو پاتي شوم چي د اسلام ضروري امور مي زده کړل او څومره چي مي وس وو، دومره قرآن مي ياد کړ ، خو کله چي مي خپل قوم ته د بيرته تللو قصد وکړ ، رسو ل الله ﷺ ته مي وويل: ای رسول الله ﷺ ! زه په خپل قوم کي يو منل شوی شخص يم ، زه بيرته دوي ته ورځم اسلام ته يي رابولم ، ته له خداي ﷻ څخه وغواړه ، چي ماته يوه داسي نښه راکړي چي زما په دعوت کي له ماسره مرسته وکړي، رسول الله ﷺ وويل: اللهم اجعل له آية ، زه خپل قوم ته ولاړم چي کله هغه ځاي ته ورسيدم چي د دوي پرکورونو بر وو، زما ترمخ يو داسي نور وګرځيد لکه څراغ؛ نو مي وويل: ای خدايه ! دامي له مخه پرته بل لورته وګرځوې ، ځکه له ماسره دا ويره ده چي دوي به دا ګمان پرې وکړي چي دا عذاب له دې امله پرې راغلی چي ګواکي د دوي له دين څخه بيل شوی يم؛ نو مي هغه نور له مخه ليري او زما د تازيانې(سوط) په سر کي وګرځيد، خلګو دا نور داسي ليدی لکه ځړېدلی څراغ چي زه له غونډۍ ورکوزيدم، زه چي کله ورشوه سوم، پلار مي چي ډير سپين ږيری وو، راته راغلی ماورته وويل: ای پلاره ! له ما ليري شه ! ته له ما اوزه له تاڅخه نه يم، ده وويل: ای زويه ولي؟! ماورته وويل: زه مسلمان او د حضرت محمد ﷺ د دين تابع شوی يم، ده وويل:ای زويه ! ستا دين زما دين دی، ماورته وويل: ولاړشه غسل وکړه ، پاکې جامې واغونده ،وروسته راشه ، ترڅو هغه څه دروښيم چي زما زده وي، دی هم ولاړ ، غسل يي وکړ ، جامې يي پاکې کړې ، وروسته راغلی ، ما د اسلام وړانديز ورته وکړ ، ده هم اسلام ومانه ، ورپسې مي ميرمن راغله ورته ومي ويل: له ماڅخه ليري شه ، زه او ته يو له بله پردي يو، دې وويل: ولي ؟! مور او پلار مي تر تا قربان شه ، ماورته وويل: اسلام زما او ستاتر مينځ بيلوالی راوستی ، زه مسلمان او د حضرت محمد ﷺ د دين تابع شوی يم. دې وويل: زما هم هغه دين منظور دی چي تا منلی ، ما ورته وويل: ولاړشه د زی الشری په اوبو اودس وکړه ، ذی الشری د دوس د قبيلې بُت دی چي شاوخوا يي اوبه له غره راتوئيږي، دې وويل: مور او پلار مي تر تاځار،سمه ده آيا ته پر خپلو کوچنيانو باندي له دې ذی الشری څخه نه ويريږي؟! ما ورته وويل: تا او ذی الشری دواړو لره دي هلاکت وي. مادرته وويل: ته ولاړه شه هلته ليري له خلګو اودس وکړه ، زه دي ضامن يم ، چي داکڼه ډبره به هيڅ درباندي ونکړای شي، داهم ولاړه ، غسل يي وکړ ، ورسته راغله ، ما اسلام ورته عرض کړ، دې هم اسلام ومانه ورپسې مي دوس قبېلې ته بلنه ورکړه ، له ابوهريره رضی الله تعالی عنه پرته نورو اسلام رانه ووړ ، يوازي هغه تر ټولو ژر اسلام منلو ته تيار سو. طفيل وويل: زه په مکه کي رسول الله ﷺ ته راغلم ، ابوهريره راسره وو، رسول الله راته وويل: ای طفيله ! شاته «قوم» څرنګه دی؟ ماورته وويل: داسي زړونه شته چي پردې پرې باندي او په سخت کفر اخته دي ، پردوس قبيلې فسق او ګناه ډيره زوروره ده، رسول الله ﷺ ولاړ شو اودس يي وکړ ، لاسونه يي د آسمان لورته اوچت کړل ، ابوهريره رضی الله تعالی عنه وايي ، ماچي کله نوموړي په داسي حالت کي وليد،له ماسره ويره پيداشوه چي هسي نه زما قوم ته ښيرا وکړي ؛ نو هلاک به شي؛ نو مي وويل: افسوس زما قومه! خو رسول الله ﷺ شروع شو او ويي ويل: ای خدايه ! دوس قبيلې ته هدايت وکړې ، ای خدايه! دوس قبيلې ته هدايت وکړې ، ای خدايه ! دوس قبيلې ته هدايت وکړي. وروسته يي طفيل ته وکتل او ورته ويي ويل: خپل قوم ته ولاړشه ، نرمي ورسره وکړه او اسلام ته يي راوبوله. طفيل وويل: زه د دوس په سيمه کي وم اسلام ته مي بلنه ورکوله ، ترهغو چي رسول الله ﷺ مدينه منوره ته هجرت وکړ، بدر ، اُحد او خندق تيري شوې ،زه رسول الله ﷺ ته په داسي حال کي ورغلم چي د دوس قبيلې اتياکورنۍ راسره وې، رسول الله ﷺ په موږ ډير خوشحاله شو، او موږ ته يي د نورو مسلمانانو ترڅنګ د خيبر له غنيمتونو څخه ونډه راکړه ، موږ ورته وويل: ای رسول الله ! ته چي هره غزا کوې ، زموږ قوم د خپل لښکر ميمنه «ښی اړخ» ګرځوه او زموږ شعار «مبرور» وګرځوه. طفيل وويل: : وروسته زه له رسول الله ﷺ سره ترهغه وخته وم ، ترڅو چي ده مکه فتحه کوله ، ماورته وويل: ای رسول الله ﷺ! ما د عمرون بن حممة بت «ذوالکفین» ته واستوه ترڅو يي وسوځم ، نوموړي ته رسول الله ﷺ اجازه ورکړه ، دی هم د خپل قوم له يو واړه ګروپ سره بت ته ولاړ ، کله چي ور ورسيد،او د هغه د سوځولو نيت يي وکړ، د بت شاوخوا ميرمنې ، خلګ او کوچنيان راغونډشول ،د دې انتظار يي ايست چي اوس به شر ورته رسيږي او دوي ته منتظر وو، چي که چيري يي ذوالکفين ته د ضرر لاس ور اوږد کړ؛ نو له آسمان څخه به تندر پرې نازليږي ، خوطفيل په داسي حال کي د بت لورته ور وړاندي شو ، چي عابدان يي په وړاندي ولاړ وو، نوموړی په داسي حال کي چي په زړه کي يي د اور لمبې بلي وې ، دا اشعار زمزمه کول: ياذا الکفين لستُ من عبادکا ميلادُنا اقدم من ميلادکا انی حشوتُ النار فی فؤادکا ترجمه: ای ذالکفين زه ستا له عبادت کوونکو څخه نه يم ، زموږ ميلاد ستا تر ميلاد وړاندي دی ، زه ستا په زړه کي اور بلوم. کله چي پر بُت ژبغړاندې لمبې وګرځيدې هغو لمبو د دوس له قبيلې څخه پاته شرک هم وسوځاوو، ټولو خلګو په ډير اخلاص سره اسلام قبول کړ. له دې وروسته به طفيل بن عمرو دوسي رضی الله تعالی عنه د تل لپاره له رسول الله ﷺ سره لازم وو، آن چي نبی کريم ﷺ د رب خوا ته انتقال کاوو، کله چي له رسول الله سره څخه وروسته خلافت د ده ملګري ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه ته وسپارل شو، طفيل خپل ځان ، توره ،او اولادونه د خداي ﷻ د رسول د خليفه په اطاعت کي مصروف کړل ، کله چي د مرتدينو د جګړو اورونه بل شول ، طفيل د اسلامي لښکر په کتار کي د مسيلمة الکذاب مقابلې ته په داسي ډول ولاړ چي زوي «عمرو» هم ورسره وو، کله چي يمامه ته پر لار روان وو، يو خوب يي وليد او خپلو ملګرو ته يي وويل: ما يوخوب ليدلی ، تاسو يي راته تعبير کړئ، دوي ورته وويل: څه دي ليدلي؟ ده وويل: ما وليدل چي سرمي خرېيل شوی وي، يو مرغه مي له خولې را ووځي يوه ميرمن مي په خپل «فرج» کي داخل کړي او زما زوي عمرو په ډيره بيړه زما لټه کوي ، خو زما او د ده تر مينځ حجاب وشو، ملګرو ورته وويل: ښه خوب دی، ده وويل: والله ماد دې تأويل کړی ؛ زما د سر خرېيل د دې معنی لري چي سر به مي پرې شي ، او هغه مرغه چي زما له تنه ووتی ، هغه زما روح دی، او هغه ميرمن چي زه يي خپل نس ته دا خلولم هغه مځکه ده ، چي ماته به قبر وکيندل شي او زه به په کي مدفون کړای شم، دا هيله لرم چي زه شهيد شم او زما زوي چي زما لټه کوله د هغه معنی داده چي دی د هغه شهادت غوښتنه کوي، کوم ته چي به زه ډير ژر ورسيږم ، که د خدای ﷻ خوښه وه ؛ خو دی به يي اوس نه بلکي څه وروسته ومومي. د يمامه په پيښه کي ستر او جليل القدر صحابي طفيل بن عمرو دوسي په ستر ازمون کي واقع شو، آن چي بالآخره د جګړې په ډګر کي په شهادت ورسيد او زوي يي عمرو ترهغو جنګ کاوو آن چي زخمونو کمزوری کړ، ښی لاس يي پري شو، مدينه ته په داسي حال راستون شو ، چي خپل پلار او ښی لاس يي د جګړې پر ډګر پريښودل. او د عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه د خلافت په وخت کي عمرو بن طفيل نوموړي خليفه ته ورغلی، عمر فاروق رضی الله تعالی عنه ته، خوراکه راغله ، خلګ يي په وړاندي ناست وو، ده خلګ ډوډۍ ته را وبلل ، خو عمرو ورڅخه ليري او په شا سو، حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه ورته وويل: ولي څه پيښه ده ؟ کيدای شي ته له دې کبله پر شاسوی يي چي لاس دي پري دی او شرميږي، ده وويل: هو؛ اميرالمؤمنينه ! حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وويل: والله که تر هغو د ډوډۍ څکه وکړم ، ترڅو چي تا همدا پري لاس په کي مروړلی نه وي، والله که په همدې قوم کي له تا پرته بل هيڅوک داسي وي ، چي ځيني بدن دي يي په جنت کي وي «لاس ته يي اشاره وه». کوم وخت چي عمرو له خپل پلاره بيل شو ، له هغه وخته يي د شهادت خوبونه ليدل، خو کله چي د يرموک پيښه رامينځ ته شوه ،د نورو اتلانو په څير عمرو هم د جګړې ډګر ته ور ودانګل ، ترهغويي جنګ وکړ، څو چي هغه شهادت ته ورسيد چي پلار يي وړاندي لا وړانديز ورته کړی وو. لوي څښتن ﷻ دي پر طفيل بن عمرو رضی الله تعالی عنه باندي رحم وکړي ، په خپله هم شهيد او د شهيد پلار هم دی.

له (صور من حياة الصحابه) کتاب څخه

را أخيستنه : مولوي ميرزامحمد شکيب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د