افغانستان

د هېواد په ختيځ کې د ایساف یو عسکر ووژل شو

نن ټکی آسیا: په افغانستان کې د مېشتو ایساف ځواکونو  مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ختیځ کې د خپل یوه عسکر مرګ تایید کړ.

د ایساف له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عسکر نن (پنجشنبه) په ختیځ کې له طالبانو سره د مخامخ جګړې پر مهال ووژل شو.

ایساف که څه هم د تېر په څېر دا ځل بیا د خپل عسکر د هویت او د پېښي د کره ځای -ځایګي په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو څرګنده یې کړه چې ډېر ژر به د وژل شوي عسکر اړوند هېواد د دفاع وزارت د نوموړي د خپل عسکر د وژل کېدا اعلان وکړي.

د یادونې ده، چې اوس مهال د هېواد په ختيځ کې یوازې امریکايي پوځیان په خپلې یوازینۍ قرارګاه کې پراته دي، چې ټاکل شوې ، د روان کال تر پایه هغوی هم له افغانستانه ووځي.

دا په روانه اونۍ کې دوهم بهرنی پوځي دی، چې د طالبانو په برید کې وژل کېږي او ایساف پرې اعتراف کوي.درې ورځې وړاندې -د دوشنبې پر ورځ- د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر ومنله، چې د دوی یو عسکر په افغانستان کې وژل شوی.

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د سرچېنو هغه شمېرې، چې د دوی له لورې رسماً تایید شوي، ښيي چې د روان کال په اوږدو کې په افغانستان کې ټولټال ۳۴ بهرني پوځیان وژل شوي ، چې ۲۳ یې امریکايان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x