دوهم تعقيب: فراه رود کې د وژل شويو کمانډو عسکرو شمېر ۳۰ تنو ته لوړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو د دوهمې پلې لوا وياند نورالحق خالقي وايي، چې طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود توندک سيمه کې پر کمانډو ځواکونو بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ځينې عسکر وژل شوي او يو ځينې نور ورک دي چې دوی يې په اړه هيڅ معلومات نه لري.

يوې سرچينې یک تلويزيون ته ويلي، نږدې دېرش کمانډو ځواکونه د طالبانو په کمين کې وژل شوي، دوه ټانګونه يې ويجاړ شوي او يو ټانګ طالبانو له ټولو مهماتو سره له ځان سره وړی دی.

عيني شاهدان وايي، په کمين کې د وژل شويو ۲۲ کمانډو عسکرو جسدونه لا هم د طالبانو سره دي او د هغوی اووه ويشت ميله وسلې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، ښايي د وژل شويو کمانډو عسکرو شمېر له دې هم لوړ شي.

نن سهار د فراه ولايتي شورا رئيس فريد بختور په دې بريد کې د نهه کمانډو عسکرو او شپږو پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط په تپه سادات سيمه کې په عملياتي قوې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دري پنځوس کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره، طالبانو د وژل شويو عسکرو زياته اندازه وسلې او نور مهمات هم نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالبانو په مرکز دهک سيمه کې د فراه د والي د موټرو پر کاروان بريد وکړ، نوموړی له بريده روغ ووت خو د هغه درې ساتونکي سخت ټپيان شول

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د