غني: په امنيتي ځواکونو کې شکنجې او ربړونې ځای نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن د ځانګړې قطعې او چټک غبرګون عمومي قومندانۍ په پرانيستغونډه کې ويلي، چې امنيتي ځواکونه او د ملي امنيت چارواکي د جګړو په ډګر او ملي امنيت رياست کې له بنديانو سره قانوني چلند کوي او ادعا يې کړې، چې امنيتي چارواکي له مخالفينو او بنديانو سره هېڅ ډول ناقانونه چلند نه کوي او نه هم په توقیف خانو کې چاته شکنجې ورکول کيږي.

تېر کال ولسي جرګې د ربړونو او شکنجو د مخنيوي قانون تصویب کړی، خو د بشري حقونو نړيوالې څارونکې ډلې وايي، چې د ملي امنيت په توقیف خانو کې او همدارنګه د جګړې په ډګر کې دولتي عسکر هم د بهرنيو ځواکونو په څېر له خلکو سره ناسم چلند کوي، بې ځايه وژنې، د خلکو ځورول، بندي کول او سپکول د دولتي عسکرو له لوري څرګند ناوړه چلند بولي.

تېره مياشت هم د بشري حقونو نړيوالې ټولنې په خپل راپور کې ويلي و، چې دولتي عسکرو د کندهار په بند تيمور ولسوالۍ کې په يوه شپه لږ تر لږه شل ولسي خلک وژلي او لسګونه نور يې بنديان او ټپيان کړي وو.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي و، چې دولتي عسکرو د طالبانو په نوم له اويا زيات ولسي خلک په يوه شپه کې وژلي دي، خو د بشري حقونو ټولنې يوازې د شلو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

سربېره پر دې له تېرو څو مياشتو راهيسې يوازې په خوست کې د امریکايي ځواکونو له لوري روزل شوو کمپاين عسکرو څو ځله د چاپو پر مهال لسګونو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.

د رسمي عسکرو سربېره اربکيان هم د هېواد په ګڼو سيمو کې بې دفاع ملکي وګړي وژني، خو تر اوسه يې حکومت په مهارولو نه دی توانيدلی.

همدارنګه په ننګرهار، لوګر، کونړ، کندوز، غزني او نورو سيمو کې نږدې هره ورځ د دغو سيمو خلک د ټولنيزو شبکو له لارې وايي، چې امنيتي ځواکونه د عملياتو پر مهال د خلکو کورونه او دوکانونه نړوي او د طالبانو په نوم عام خلک وژني او ځوروي، خو ولسمشر غني لا هم ادعا کوي، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ربړونې ته اجازه نه شته.

د اربکيانو د خپلسرو وژنو په ترڅ کې د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د احتجاجي پرلت پر مهال له حکومته غوښتنه کوي، چې د اربکيانو د قتلونو مخنيوی وکړي او د ملکي خلکو وژنکي د قانون منګولو ته وسپاري، خو حکومت تر اوسه د دغو خلکو د غوښتنو مثبت ځواب نه دی ویلی.

همدا راز د شمشاد تلویزون د راپور په اساس د پکتیکا په اومني ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه د سیمي په ماشومانو پوستو ته اوبه وړي او په کلیوالو په نوبتي شکل ډوډۍ پخوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د