افغانستان

چارواکي: خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط سره مخ ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولایتي چارواکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده او طالبانو پر دولتي ځواکونو ټولې لارې تړلي دي.

د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، طالبان د خاص روزګان امنیې قومندانۍ، د ولسوالۍ ودانۍ او د ملي اردو درېیم کنډک څو مترۍ ته رسېدلي او ولسوالي یې کلابنده کړې ده.

خو ده نه دي ویلي، چې د طالبانو په نښتو کې څومره مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه  د روزګان په چورې ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور عسکر وژل شوي وو او دوه ټپیان شوي وو.

روزګان هغه ولایت دی، چې اوس مهال یې دوې ولسوالۍ د طالبانو تر بشپړ ولکې لاندې دي.

طالبانو د روزګان د خاص روزګان د ولسوالۍ د کلابندۍ په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom prince

اوس به داسې ډیرې ولسوالۍ سقوط شی چې تر څو زمریان وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x