افغانستان

کابل: د اسلامي سرلارو د شهادت یاد غونډه وشوه

نن پنجشنبه په کابل کې د جمعیت اصلاح افغانستان له خوا د اسلامي نهضت د سرلارو د شهادت د یاد په پار ناسته وشوه.
دغه ناسته چې د (نهضت اسلامی افغانستان در رهګذر تاریخ) ترسرلیک لاندې جوړه شوې وه، پکې لسګونو استادانو، محصلینو او مینه والو ګډون کړی وو.

په پیل کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد محمد موسی دریځ ته وغوښتل شو، استاد داسلامي نهضت د سرلارو ستونزې یادې کړي او په خبره يې  د دوی په وړاندې لوی خنډ د سردار محمد داود خان جمهوریت و، چې له قوله يې د همدې جمهوریت د ظلمونو له امله هغوی نورو هېوادونو ته مهاجر شول او په هېواد کې د اوسېد کړۍ پرې تنګه شوه.Ostad m. musa
د نوموړي په خبره د اسلامي نهضت د سرلارو د تاریخ لوستنه د هرځوان مسوولیت دی. ځکه چې نننۍ ناسته هم د هغوی د وینو برکت دی.
ورپسې دکتور صفت الله قانت دریځ ته ورغی د هغه په خبره د اسلامي نهضتونو سرلاري حضرت علامه سیدجمال الدین افغان رحمه الله داسې غورځنګونه راوپارول چې مسلح او فکري اړخونه يې دواړه درلودل. تر هغه وړاندې داسې اسلامي حرکتونه وو ، چې يواځې به يې یو اړخ رانیولی وو.
د دوکتور قانت په خبره د دې ناستې نه يې موخه داده چې د هغوی یاد شوی وي، او ځوان کهول يې په اړه مطالعې ته وخت ورکړي.
یاده دې وي، چې د سازمان جوانان مسلمان نهضت په ۱۳۴۸ل کال رسماً پیل وکړ،  چې پوره لس کاله وروسته يې د جوزا په اتمه او څوارلسمه خپل لوی سرلاري له لاسه ورکړل. چې نن يې یاد ناسته وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x