ورزش

کرېکټ: افغانستان په څلورمه لوبه کې نیپال ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل):  د ۲۰۱۹ نړیوال کپ ته د غوراوي لوبو په لړ کې نن افغانستان نيپال ته پر شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه نيپال وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د نيپال لوبډلې د ۴۹.۵ اورنو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۹۴ منډې وکړې.

د نيپال په توپ وهونکو کې پاراس خدکا ۷۵،  ډیپنډرا سنګهـ ۳۲،  ګانیندرا مالا ۲۳ او عارف شیخ هم ۲۳ منډې وکړې او نور لوبغاړي یې د ځانګړو منډو په جوړولو ونه توانېدل.

په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي ۴، راشد خان ۳، شاه پور ځدراڼ ۲ او مجیب الرحمن یوه وېکټه واخیسته.

نن د نورو لوبو په خلاف راشد خان خپله لومړی توپوهنې ته راغی او د پنځو څلوریزو په مرسته یې ۲۱ منډې جوړې کړې او سوځېده. جاوېد احمدي ۲۶، رحمت شاه ۴۶، محمد نبي ۳۴، نجیب الله ځدراڼ ۵۲ او سمیع الله شینواري ۸ منډې جوړې کړې او دواړه ناسوځېدلي پاتې شول.

افغانستان د څلورو وېکټو په زیان د ۳۸.۵ اورونو په لوبولو د نپپال هدف پوره کړ او په شپږو وېکټو یې ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د غوراوي سیالو کې له دې وړاندې له سکاټلېنډ، زمبابوې او هانک کانګ نه ماتې خوړلې وې؛ خو نن یې په څلورمه لوبه کې نيپال ته ماتې ورکړه.

په ټولنیزو شبکو کې د کرېکټ بورډ اداره او په ځانګړې ډول غوراوي کمېټې مشر تر سختو نیوکو لاندې دي. دوی لیکلي چې لوبغاړي د وړتیا نه بلکې د خپلوۍ له مخې نړیوالو لوبو ته وړاندې کوي او افغان لوبډله تر فشار لاندې راولي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان لوبډلې له کمزورې لوبډلې هانک کانګ نه ماتې وخوړه، چې وروسته د کرېکټ بورډ ادارې له ټولو خلکو بښنه وغوښته او د اصلاحاتو ژمنه یې ورکړه.

د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم محمد نبي شو، چې څلور وېکټې یې اخیستې وې او ۳۴ چټکې منډې یې جوړې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x