ورزش

کرېکټ: بنګلدیش په شل اوریزو لوبو کې د ۲۱۵ منډو هدف پوره کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۶ل) د بنګلدیش کرېکټ لوبډلې په شل اوریزو سیالیو کې د سریلنکا په وړاندې په لومړي ځل په حیرانونکي ډول د ۲۱۵ منډو ستر هدف پوره کړ.

د سريلنکا په وړاندې د بنګلدیش کرېکټ لوبډلې غوره توپ اچونه ترسره کړه، او د مشفیق الرحیم په ریکارډي لوبه یې خپل نړیوال ستر هدف پوره کړ، چې ددوی لخوا په شل اوریزو سیالیو کې په لومړي ستر هدف پوره کول دي.

د هند، سریلنکا او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ په درې ملکي شل اوریزو سیالیو کې لومړی سریلنکا بنګلدیش ته غوره هدف وټاکه، خو په ځواب کې د بنګلدیش توپ وهونکو حیرانونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ستر هدف پوره کولو کې بریالي شول.

لومړی توپوهنه سریلنکا لوبډلې ترسره کړه او په شل اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۴ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا کوسال پریرا ۷۴ او کوسال مینډس ۵۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د بنګلدیش پېل لوبغاړو چټک پېل وکړ، دوی په لومړي شپږ اورونو کې ۷۴ منډې جوړې کړې او لومړی ویکټ یې له لاسه ورکړه، تمیم اقبال په ۲۹ توپونو ۴۷، لیټن ډاس په ۱۹ توپونو ۴۳ او همدا ډول مشفیق الرحیم میچ ګټونکي ۷۲ منډې جوړې کړې، نوموړي ۳۵ توپونه ووهل، ۴ یې شپږیزې او ۵ یې څلوریزې ووهلې.

دا لومړی ځل دی چې بنګلدیش لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې دومره ستر هدف پوره کوي، او همدا ډول په ټولو شل اوریزو کې څلورم ستر هدف پوره کولو ریکارډ هم جوړ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x