افغانستان

ویسا: طالبان باید د سولې خبرې د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې «ویسا» ورځپاڼې په نننۍ سرلیکنه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سر منشي پخواني ځانګړي استازي کای آی ډي خبره رښتیا ده، چې طالبان له امریکا سره د سولې خبرې وکړي، نه له افغان حکومت سره؛ ځکه د افغانستان پوځي ستراتېژي په واشنګټن کې جوړه شوې ده او د جګړې اصلي لوری هم امریکا ده.

«د طالبانو دغه نظر منطق لري چې دوى د افغان حكومت پر ځاى غواړي له امريكا سره د سولې خبرې وكړي.»

د ویسا په باور، د کای آی ډي په دغه خبره کې وزن دی. که څه هم ترخه حقایق ده په ډیپلوماټیکه لهجه ویلي؛ خو حقایق دي.

ورځپاڼې بین الافغاني خبرې معقولې بللې؛ خو دا چې اوس مهال امریکا د افغانستان د ټولو چارو واک په لاس کې لري او په دغسې حالاتو کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې کومه پایله نه ورکوي.

«واقعيت دا دى چې بين الافغاني خبرې اترې او تفاهم زموږ د هېواد د ستونزو د حل معقوله لار ده، خو په داسې حال كې چې د نړۍ يو لوى ځواك په خپلې جنګي ستراتېژۍ كې په افغانستان او سيمه كې د بمباريو، پوځونو زياتولو او جګړه ييزو فعاليتونو زياتولو ټينګار كوي، افغانستان د دوى د جګړې او په سميه ييزه كچه د قوماندې مركز وي، زموږ پر نظام د دوى سيورى دومره زيات وي چې لومړۍ او وروستۍ خبره پكې د همدوى وي. د جګړې او اور بند واك څه چې د هېواد د ځمكې او فضا كنټرول د دوى په لاس كې وي. د افغان حكومت د سولې وړانديز او طرحه به څومره اعتبار او وزن ولري؟»

د سرلیکنې له مخې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه اندېښنه ده. حکومت د سولې خبرې له پاکستان سره کوي او طالبان بیا له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي.

ورځپاڼې دواړه لوریو ته وړاندیز کړی، چې بین الافغاني تفاهم د حل اساسي لاره ده.

«واقعيت دا دى چې بين الافغاني خبرې اترې د ستونزې د حل اساسي لاره ده، له امريكا سره د تفاهم او خبرو مسأله هم د يوه ناكام بهير تكرار كېداى شي.»

ویسا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته حالاتو ته په کتو لیکلي، چې هغه وخت مجاهدینو د کابل له دولت سره خبرې نه کولې، چې وروسته کابل لوټې ـ لوټې شو او زرګونه تنه پکې ووژل شول.

«هغه مهال چې افغانستان د پخواني شوروي تر يرغل لاندې و مجاهدينو د كابل له دولت سره په دې دليل خبرې نه كولې چې د پرېكړې واك نه لري. د ژنيو خبرې د روسيې، امريكا او پاكستان ترمنځ وې چې له بده مرغه زموږ د ولس ګټې او حيثيت د ښكېلو لوريو ترمنځ غوبل شو.»

ورځپاڼې بیا هم په سوله ټینګار کړی او د جګړې ښکېلو اړخونو ته یې وړاندیز کړی، چې د اعتماد جوړونې یوه هڅه دې پیل کړي.

کای آی ډي: بالاخره په افغانستان کې د سولې بهير پيلېږي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x