نظــر

له درېو مشرانو یوه هیله! – ډاکټر عبدالواسع قانع

دا لیکنه د هیواد د درېو نفوذلرونکو مشرانو هر یوه ښاغلي ملا محمد عمر مجاهد، ښاغلي ګلبدین حکمتیار او ښاغلي عبدرب الرسول سیاف ته متوجه ده. هیله ده د دوی پلویان دا لیکنه تر دوی پورې ورورسوي.

مشرانو!

دا لیکنه یوازې یوه اشاره ده ځکه تاسې د سیاست او ادب استادان یاست او زما د عمر په اندازه مو سیاست کړی دی؛ نو ځکه مې خلص کړې او هیله ده توجه ورته وکړئ. یقین لرم چې تاسې خپل مشکلات لرئ او په آسانۍ سره نشئ کولای په روانه مغلقه سیاسي وضعه کې تصامیم ونیسئ.

دا ځکه چې ستاسو په تصامیمو باندې ستاسو ملګري، دوستان او ملاتړي افراد او دولتونه اغیز لري او تاسې له خپلو یارانو پرته خپلې مبارزې نشئ پرمخ بېولای. په دې هم پوهیږم، چې تاسې د پښتو او پښتنو لپاره مبارزه نه ده کړې او نه یې کوۍئ، بلکې خپل اهداف تر دې لوړ بیانوئ.

خو نن له تاسو درېواړو هیله کوم چې د اسلام او وطن په خاطر یو اقدام وکړئ. نن هیواد او په نتیجه کې افغان مسلمان ولس له یوه داسې نازک حالت سره مخ دی، چې که هر څوک د غرور، بې مسولیتۍ او لاوبالۍ په نیلي سپاره شي او یو سیاسي ملي جرات ونه کړي، نو هیواد او په نتیجه کې افغان مسلمان ولس به په یوه بل امتحان کې ورټیله کړي.

نن امریکا له افغانستانه د وتلو په حال کې ده او که د امریکا او د هغې د متحدینو د وتلو پروسې او له هغه وروسته حالت ته افغانان او په تیره مهم او نفوذلرونکي مشران تیاری ونه نیسي، نو له شک پرته به افغانستان له ناورین سره مخ شي. په ناورین کې به ډیر تاوان بیا هم هغه خلک وکړي، چې ځان شاته اچوي او د ولس د مصالحو په خاطر یوه درېیمه لاره نه لټوي.

نن د امریکې د وتلو سره سم پاکستان او ایران یو ځل بیا هڅه کوي، چې د قدرت خلا رامنځ ته کړي او په نتیجه کې دوی په افغانستان کې خپل آسان کار ته پورته وځغلوي. دوی بیا هیله من دي چې د ۱۹۹۲ کال لوبه تکرار کړي.

هغه مهال دوی د افغانستان د ثبات د له منځه وړلو په موخه پښتانه له واکه محروم کړل او یو ضعیف حکومت یې رامنځ ته کړ او په نتیجه کې جنګونه رامنځ ته شول، چې ټول افغان ولس خو په تیره پښتنو پکې زیات تاوان وکړ. هغه دسیسه لا تراوسه دوام لري او ټول افغان ولس خو مخصوصا پښتانه پکې سوزي. زه پوهیږم چې تاسې داسې مشکلات لرئ، چې د اشرف غني تر شا نشئ دریدلای، مګر د افغانستان د ثبات او خارجیانو له وتلو وروسته حالت ته د تیاري د نیولو په موخه لږ تر لږه خپل پلویان پوهولای شئ.

هیله ده خپل تاریخي، اسلامي، افغاني او پښتني رسالت د خپل هیواد، خپل ولس او اسلام په وړاندې ترسره کړئ. تاسې دریواړه اوس سپین ږیري یاست او دا به ډیره مهمه وي، چې په خپل اخلاص او سیاسي جرات سره خپل ولس ته یو ښه تاریخ پریږدئ، چې ولس مو همیشه په ښو نومونو یاد کړي او د یوه متحد او سوله ییز افغانستان بنسټ کیږدۍ.

په پوره درنښت!

ډاکټر عبدالواسع قانع

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x