ورزش

آی سي سي: افغانستان نیپال ته په ماتې ورکولو سره سوپر سیکس ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې افغانستان نیپال لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکولو سره د غوراوي سیالیو سوپر سیکس لوبو ته لار وموندله.

افغانستان لوبډلې ته د درې پرلپسې ماتو خوړلو وروسته سوپر سیکس لوبو ته لار موندل ناشونې شوي و، خو نیپایل لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکولو سره اوس دوی کولای شي سوپر سیکس لوبو ته لار ومومي.

افغانستان په تېره څلورمه لوبه کې چې ګټل یې اړین وو، نیپال لوبډلې ته د شپږ ویکټو او ۶۸ توپونو په ستر توپیر ماتې ورکړه، چې اوس په پواینټ ټیبل کې د هانک کانګ او نیپال لوبډلې نه غوره اوسط لري.

په دغه لوبه کې نیپال د ټولو لوبغاړو په سوځېدول ۱۹۵ منډې جوړې کړې وې، چې افغانستان ټاکلی هدف په ۳۸.۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ټاکلی هدف پوره کړ، او خپل نیټ رن ریټ یې له دواړو لوبډلو لوړ کړ.

په دغه لوبه کې محمد نبي ۴ ویکټې او ۳۴ منډې، راشد خان ۳ ویکټې او ۲۱ منډې، رحمت شاه ۴۶ منډې او نجیب ځدراڼ ۵۲ ګټونکې منډې جوړې کړې.

افغانستان په ګروپ بي کې درېیم مقام لري، چې نیټ رن ریټ یې ۰.۰۳۸ دی، همدا ډول د هانک کانګ نیټ رن ریټ منفي ۱.۲۴۶ دی، او د نیپال نیټ رن ریټ منفي ۱.۵۴۶ دی، تر دې دمه د افغانستان رن ریټ له دواړو لوړ دی.

اوس ستونزه داده چې هانک کانګ لوبډلې یوه سیالۍ ګټلې، او که د نیپال په وړاندې سیالۍ یې وګټله افغانستان به بهر او هانک کانګ به لار ومومي، خو که چیرې نیپال هانک کانګ مات کړ، بیا افغانستان کولای شي لار ومومي، ځکه چې که نیپال لوبه وګټي هم نو له افغانستان څخه یې نیټ رن ریټ نه لوړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x