افغانستان

کندوز: په علي‌اباد ولسوالۍ کې ۱۱ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي، تېره شپه طالبانو په علي اباد ولسوالۍ کې د اربکیانو پر یوې قرارګاه ډله ییز برید کړي وو، چې څلور اربکیان پکې وژل شوي او ۷ سخت ټپیان شوي دي.

د رحماني په خبره، طالبانو د علي اباد ولسوالۍ اړوند د ارباب رمضاني پر یوې قرارګاه ډله ییز برید کړی و، چې نن سهار پای ته ورسېده.

طالبانو د کندوز د تېرې شپې د برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ یې په فراه کې ۵۳ کمانډويي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

کندوز په تېرو درېیو کلونو کې دوه ځلې د طالبانو لاس ته ورغی، چې اوس مهال د ۹ ولسوالیو څخه یې درې ولسوالۍ د طالبانو تر بشپړ واک لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x