افغانستان

راخوشي شوي طالب مشران: موږ د قطر هیواد او اسلامي امارت تر منځ شوي تعهد ته ژمن يو

له ګوانتانامو نه پنځه لوپوړي طالب مشران چې له امریکايي بندي برګډال سره د تبادلې په توګه راخوشي شوي دي. په خپل پیغام کې وايي، چې دوی به تعهد ته ژمن وي.

طالبانو په خپله رسمي برېښنا پاڼه کې د یادو پنځو لوړپوړو مشرانو پیغام خپور کړی، او ويلي يې دي، چې دوی به هغه تعهد ته ژمن وي، چې د طالبانو او قطر تر منځ د دوی د ازادېدو په اړه شوی دی.

د پیغام متن:

له ګوانتانامو زندان څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پنځو تنو آزادو شویو مشرانو پیغام

له هر څه د مخه، مونږ لومړی د لوی الله جل جلاله شکر ادا کوو، چې د خپلې ځانګړې مهربانۍ له مخې یې مونږ ته له نېږدې دیارلسو کلونو زندان  وروسته د آزادۍ  نعمت، چې  راڅخه سلب شوی و، بېرته را په برخه کړ.

     مونږ لومړی د الله جل جلاله شکر په ځان واجب بولو، بیا له عالیقدر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله، او د اسلامی امارت له رهبري شورا، سیاسي دفتر او ټولو مسولینو او مجاهدینو وروڼو، او په عام ډول له خپل ولس او  ټولو مسلمانانو څخه، او له هر هغه چا څخه چې زمونږ په آزادولو کې یې منډې ترړې کړې دي،او یا یې زمونږ د آزادۍ لپاره دعاګانې کړې دي، او یا زمونږ په آزدېدلو خوشحاله شوي دي، د زړه له کومي مننه کوو، همدا ډول له قطر هېواد، څخه مننه کوو چې زمونږ په راخلاصولو  کې یې منځکړیتوب، او زمونږ کوربتوب یې وکړ، او د ټولو شهیدانو کورنیو، دوستانو او خواخوږو ته د تسلیت پیغام  وړاندې کوو، الله تعالی  دې هغوی ته جنت الفردوس او قریبانو ته یې صبر جمیل نصیب کړي.

    مونږ ټولو خوواو ته اطمینان ورکوو چې مونږ هغه تعهد ته ځانونه ژمن بولو کوم چې د اسلامي امارت او د قطر هېواد تر منځ زمونږ د آزادیدلو په اړه تر سره شوی دی.

په پای کې  الله جل جلاله ته سوال کوو چې په زندانونو کې زموږ نور ملګري، بلکې د ټول اسلامي امت زندانیان زر تر زره په خیر او سلامتۍ سره را خلاص کړي. آمین.»

پای

یاد مشران ملامحمد فاضل اخند، ملا نورالله نوري، ملاعبدالحق وثیق، ملا خیرالله خیرخواه او مولوی محمد نبي عمري، چې هر یو نږدې دیارلس کاله په ګوانتانامو کې تېر کړي وو، تېره یکشنبه د امریکايي عسکر برګډال سره د تبادلې په توګه راخوشي شول.

برګډال په ۲۰۰۹ز کال کې د پکتیکا د یوسف خېلو په ولسوالي کې ونیول شو، چې د طالبانو له قوله له یاد ولایت سره شاوخوا ساتل کېده او د تبادلې په وخت کې د خوست په علي شیرو کې امریکایانو ته وسپارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x