څنګه د خپل کار و بار د موخې بازار وپېژنو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د بازار موندنې یوه تر ټولو ستره تېروتنه داده، چې خپل د موخې بازار ډېر پراخ وټاکئ.      که چېرې د هر ډول مخاطب د جذب هڅه وکړئ، نو ښایي ستاسو د سایت د پیغام د ورکېدو سبب شي. د کارو بار خاوندان باید د خپل کاروبار د بازار موخه په سمه توګه تعریف کړي، ترڅو د خپلې بازار موندنې ستراتیژي پیاوړې کړي. دا مسئله د دې سبب ګرځي، چې د خپل کار و بار له پاره ځانګړي مخاطبین په پام کې ونیسئ او د هغوی په جذب باندې کار وکړئ. د انګېزې درک او د کارنانو غوښتنې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو هغوی ته متناسب محصولات او خدمتونه وړاندې کړئ، په دې باندې پوهېدل، چې کومو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړئ، نو ستاسو په کار و بار کې حیاتي امر دی.

موږ په دې مطلب کې هغو تخنیکونو ته اشاره کوو، چې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خپلې موخې د کار و بار مخاطب وپېژنئ.

د موخې بازار څه ته وایي:

د موخې بازار د هغو مخاطبینو ډلګۍ ته وایي، چې ستاسو محصولاتو او یا خدمتونو ته اړتیا لري. دا کسان یا دمګړۍ ستاسو مشتریان دي او یا هم ستاسو په مشتریانو باندې د بدلېدو په حال کې دي.

د دې له پاره، چې خپلو محصولاتو ته سمه بازار موندنه ولرئ، نو باید لومړی خپل مخاطبین وپېژنئ. که چېرې تاسو ټیکټر ( تراکتور ) پرزه پلورونکي یاست، نو د ښوونځي هلکان ستاسو مخاطبین نه دي، د مخاطبینو کره تعریف، ستاسو د بازار موندنې د کمپاین په ټاکنه باندې ډېر زیات اغېز لري.

د خپلې موخې د مخاطب پېژندنه، د بازار موندنې د تګلارو په ټاکنه باندې ډېر زیات اغېز لري. دا موضوع کولای شي، په ټولنیزو شبکو کې ستاسو په فعالیت باندې ډېره ښه اغېزه وکړي، ترڅو ستاسو کار و بار په مستقیمه توګه د موخې له بازار سره مو ونښلوي.

د موخې د بازار پېژندنه په حقیقت کې، ستاسو د مخاطبینو د ځانګړتیاوو پېژندنه ده، خو څنګه د دې ځانګړتیاوو پېژندنه پیل کړو.

۱ ـــ خپل اوسني مشتریان له نظره تېر کړئ:

په دې کار کې یو ښه پیل، د اوسنیو مشتریانو بررسي ده، دا کار کولای شي، ستاسو د کارنانو د اړتیاوو د کشف له پاره یوه کیلي وي، وروسته کولای شئ، په دې کارنانو باندې د بازار موندنې د ستراتېژۍ په اړه تمرکز وکړئ.

کله چې په خپلو اوسنیو مشتریانو باندې کار کوئ، نو له ځانه دغه لاندې پوښتنې وکړئ:

ـــ کارنان له کوم جنسیت څخه ډېر دي؟

ـــ په کوم عمر کې دي؟

ـــ د هغوی خبرې څه دي؟

ـــ د منځنۍ ګټې کچه یې څومره ده؟

ـــ آیا هغوی ګډې ځانګړتیاوې لري؟

کله مو چې دې پوښتنې ته ځواب ورکړ، نو له ځانه وپوښتئ، چې هغوی څنګه تاسو پیدا کوي، دې پوښتنې ته ځواب کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، چې په کومو مواردو باندې ډېر زیات کار وکړئ او کوم موارد فعالیت ته اړتیا نه لري.

 

۲ ـــ خپل محصولات او خدمتونه وارزوئ:

د موخې بازار د پېژندنې پرمهال، د محصولاتو او خدمتونو شننه به مو له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي، د خپلو محصولاتو ځانګړتیاوو ته کتنه، د دې سبب ګرځي، چې ستاسو په ذهن کې د هغو د اخیستونکو انځور را منځته شي.

د خپلو محصولاتو د ځانګړتیاوو لیکل پیل کړئ او وروسته د دې هر یوې ځانګړتیا ګټې په ګوټه کړئ. د بېلګې په توګه: که چېرې تاسو د انټرنېټي خدمتونو د وسایلو پلورنځي خاوند یاست، د انټرنېټ لین غځونکي کولای شي، ستاسو مشتریان واوسي.

کوم معلومات، چې له دې لارې څخه یې تر لاسه کوئ، ښایي ټولیز وي، خو د خپلې موخې له مشتریانو سره لا پسې ډېر آشنا کېږئ.

۳ ـــ ځان د اخیستونکي پرځای وګڼئ:

له ځانه یو خیالي مشتري جوړ کړئ، په دې کار سره، خپل کار و بار ته نوی لید ولرئ او په هغو مواردو باندې به پوه شئ، کوم چې ارتقا او پرمختګ ته اړتیا لري.

هر کله چې له ځانه خیالي مشتري جوړوئ، نو له ځانه وپوښتئ، چې مشتري ولې ستاسو محصولاتو ته اړتیا لري او له دې اخیستلو څخه څه انګېزه لري؟ دې موضوع ته په ځیر کېدو او د مشتریانو د لا ډېرو اړتیاوو په درک کولو سره، د خپلو مشتریانو په ټولیز شخصیت باندې به پوه شئ. د یوه خیالي شخصیت را منځته کول او د هغه پرځای ځان ګڼل له موږ سره مرسته کوي، ترڅو د بازار موندنې په رښتینو فرصتونو باندې پوه شو.

۴ ـــ خپل رقیبان بررسي کړئ:

د خپلې موخې د مخاطبینو له لومړني تعریف څخه وروسته، اړتیا ده، چې خپل رقیبان له نظره تېر کړئ. ستاسو د رقیبانو د بازار موندنې د تګلارو بررسي او د ځینو مواردو د تش ځای کتنه، کولای شي، تاسو ته نوې نظریې در وښیي.

په انټرنېټ کې د خپل کار و بار اړوندې کلمې ولټوئ او هغه تګلارې پیدا کړئ، په کومو چې کار کوي او یا یې هم نه کوي. ستاسو رقیبانو له تاسو سره د موخې ورته بازار لري. د هغوی محصولاتو او د موخې د کارنانو اړتیاوو ته په کتو سره، کولای شئ، نوي محصولات او نوي بازارونه ووینئ.

۵ ـــ د پوښتنو له پوښتلو څخه مه وېرېږئ:

په وېب سایټ کې د نظر سنجۍ را منځته کول، د موخې د بازار په دقیق تعریف کې یوه ښه تګلاره ده. دا نظر سنجیانې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د کارنانو له افکارو او انګېزو سره لا ډېر آشنا شئ. د دې کار د ترسره کولو پرمهال، تر ټولو مهم کار د هغه څه ټاکنه ده، چې ټاکل شوې، پرې پوه شئ. د وړ پوښتنو را منځته کول، کولای شي، د سم فید بک له اخیستلو سره ډېره زیاته مرسته وکړي.

تر ټولو لومړی ځای، چې کارنان ور پسې ورځي پیدا کړئ. له اخیستلو څخه د هغوی انګېزه کشف او د کور اخیستنې مسئول پیدا کړئ. د دې ډول پوښتنو په ځواب باندې پوهېدل د موخې بازار د پېژندنې په برخه کې ارزښتمن معلومات وړاندې کوي او ستاسو خدمتونو ته د اړتیا لاملونه څرګندوي، دغه راز تاسو له هغه لومړني ځای څخه هم خبرېږئ، کوم چې کارنان د اخیستلو پرمهال ورته مراجعه کوي.

په انټرنېټ کې د نظر سنجۍ ډېر وسایل شتون لري، چې د هغو په رامنځته کېدو کې له تاسو سره مرسته کوي. تاسو کولای شئ، په ټولنیزو شبکو کې له دې وسایلو څخه ګټه واخلئ، یا د مشتریانو له خرید څخه وروسته، هغوی ته برېښنا لیک واستوئ.

۶ ـــ د ټولنیزو شبکو له ځواک څخه ګټه واخلئ:

ټولنیزو شبکو پرته له شکه، د کار و بار تګلارې ته بدلون ورکړی دی، په کار و بار کې اینسټاګرام او ټویټر هم اغېزمن رول لوبوي.

د نویو مشتریانو د پیدا کولو تر څنګ، کولای شو د ټولنیزو شبکو له لارې هم معلومات را ټول کړو. ټولنیزو شبکو له کارنانو سره د اړیکو لاره لا پسې هواره کړې او له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شو، د خپلو فعالیتونو له پایلو څخه خبر شو.

رایه اخیستنې او نظر سنجیانې کارنان بوختوي او له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د هغوی له واقعي احساس سره آشنا شئ. د انلاین نقدونو لیکل نن په فېسبوک کې ډېر دود دي او له خلکو سره ستاسو د محصولاتو تړاو څرګندوي.

د ټولنیزو شبکو ډېری رای اخیستنې، د کارنانو د شننې وړ دي او د هغو په اړه تاسو ته ډېر ښه معلومات درکوي. دا ډول نظر سنجیانې یو غشی دوه ښکارونو ته ورته کار دی. له دې ارزښتمنو معلوماتو څخه په ګټه اخیستنې سره، کولای شئ، په دقیقه توګه خپل د موخې بازار وپېژنئ او په دې باندې پوه شئ، چې له پخوانیو کسانو څخه څومره زیات کسان په ټولنیزو شبکو کې بازار موندنې ته ځواب ورکوي.

۷ ـــ د ښه والي له پاره، مناسبې کلیدي کلمې وټاکئ:

په دې باندې پوهېدل ډېر مهم دي، چې د سایټ له پاره، کومه کلیدي کلمه ښه پایله لري او کوم یوه نه لري، دغه راز باید تاسو یې د ټاکلو په لامل هم پوه شئ.

ستاسو د موخې بازار په وېب سایټ کې له استعمال شویو کلیدي کلمو سره مستقیم تړاو لري، کله چې کارنان په انټرنېټ کې په یوه محصول پسې ګرځي، تر ډېره په هغه کې د خپلې سیمې له نوم څخه هم ګټه اخلي. د بېلګې په توګه: هغه کارن چې په انټرنېټ کې په یوه سینګارتون پسې ګرځي، خپل د خوښې وړ له عبارت سره د خپلې سیمې یا ښار نوم هم ور زیات وي.

کارنان د خپلې سیمې یا ښار نوم سر بېره، خپل د خوښې وړ محصول د ستاینې له پاره، له ځینو ځانګړو کلیدي کلمو څخه هم ګټه اخلي. د بېلګې په ډول: هغه کارن، چې په انټرنېټ کې د لاسي ساعت په لټه کې دی، ښایي داسې یو عبارت ولیکي: تور بندی لاسی ساعت یا ارزانه لاسی ساعت.

۸ ـــ له مشتریانو سره خبرې وکړئ:

په خپل کار و بار کې د موخې بازار د تعریف تر ټولو مهم دلیل، له کارنانو سره د یوې ښې اړیکې را منځته کول دي، دا ستاسو مخاطبین دي، چې ستاسو د بازار موندنې د جنس ډول ټاکي. د بېلګې په توګه: د یوې حقیقي مؤسسې د موخې مخاطبین د یوې قهوه خونې له مخاطبینو سره ډېر توپیر لري، دغه راز د منځپانګې د جوړېدو سبک، د ویبلاګ پوسټونه او ټولنیزې شبکې هم د دې دوو کاروبارونو د مخاطبینو له پاره توپیر لري.

د موخې له مخاطبینو د یوې سمې اړیکې د ټینګښت له پاره، باید د هغوی په ژبه ورسره خبرې وشي. له هغو کلمو او جملو څخه ګټه واخلئ، چې هغوی ورسره آشنا وي او پرې پوه شي.

دا ډول ډېری معلومات د ټولنیزو شبکو له لارې تر لاسه کېږي. کامنټونو او نقدونو ته وګورئ، ترڅو د خپلو مخاطبینو له ژبې سره آشنا شئ. آیا هغوی په محاوره یي بڼه خبرې کوي یا په کامنټونو کې له رسمي کلمو څخه ګټه اخلي؟

خپلو مخاطبینو ته اجازه ورکړئ، چې ستاسو د سوداګرۍ د ودې سبب شي:

د مشتریانو اړتیاوې تل د بدلون په حال کې دي، دا مسئله په دې مانا ده، چې له هغوی سره د همغږي اوسېدو له پاره، تاسو هم باید له هغوی سره متناسب بدلون وکړئ.

د موخې بازار پېژندنه، له هغو افرادو سره، په اړیکه کې اوسېدو، یوه تر ټولو مهمه لار ده، چې ستاسو محصولاتو ته اړتیا لري. دا اړیکه دغه راز ارزښتمن معلومات په لاس درکوي، ترڅو وکولای شئ، خپلو مشتریانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړئ.                           

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د