fbpx

د فرانسې پخوانی ولسمشر: ډيموکراسي تاوتريخوالي ته لاره هواروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکلو لاس سرکوزي ويلي، ډيموکراسي په هېوادونو کې د تاوتريخوالي ته لاره هواره کړې ده.

سرکوزی، چې په متحده عربي اماراتو کې د «فکرونو» په نامه کنفرانس ته خبرې کولې وویل، کومو هېوادونو کې چې ډيموکراسي شته، نو هلته هر مخالف غوښتي د همدې ډیموکراسي له لارې خپل بل مخالف وځپي.

د هغه په وینا پر دې سربېره ډیموکراټيکو رژیمونو کې یو څوک څلور – پنځه کاله واکمن وي او په دومره لږ موده کې نه شي کولی خپل پلانونه عملي کړي.

هغه پخپلو خبرو کې وویل چې ځينې ولسمشران له ځان سره لس – پنځلس یا شل کلنه ستراتېژي، لري چې د ډيموکراسي له لوري په ورکړل شوي وخت کې يې نه شي تطبیقولی.

سرکوزي پخپلو خبرو کې هغه هېوادونه چې ډيموکراسي نه لري، بريالي رهبر لرونکي یاد کړل.

نوموړي شهزاده بن سلمان، پوتین او جین پینګ هغه مشران یاد کړل، چې د ده په وینا هېوادونه يې ډيموکراسي نه لري او پخپلو چارو کې بریالي دي.

د ډیموکراسي تر ټولو ترخه بڼه په افغانستان کې ولیدل شوه، چې د امریکا له یرغل سره جوخت بهرنیانو دلته د ډيموکراسي د تحقق لپاره په زور وهلو هم دا سیستم بریا ته ونه رساوه.

د سرکوزي د تاوتریخوالي مثال سره جوخت لوستونکي ته د ګډ حکومت ناندریزه ټاکنې او د دې ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت او اوسنی وضعیت مخې ته درېږي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
haroon
میلمه
haroon

دا ډېره مهمه او پر ځای خبره ده چې د فرانسې مخکېني ولسمشر کړېده. د ډېموکراسۍ له برکته اوس په افغانستان کې څه روان دي؟ یو افغان نه مني، بل افغانستان نه مني، څوک اسلام نه مني او ځیني نور چې هر څه کوي هغې ته ډېموکراسي وایي. دا بدمرغه نسخې په افغانستان کې نه شي پلي کېدلای. دلته یوه معقول دکټاتور ته اړتیا ده چې په صداقت سره د دې هېواد په چوپړ کې واوسي. مننه

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هارون صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی د فرانسی مخلوع سرکوزی پاچا د خبلی پاچاهی وخت کی ولی دا خبری نه کولی چه د عربو د بسرلی په نوم یی په لکو او میلونو مسلمانان د همدی دمورکراسی له ادرسه په شهادت ورسول او لا په فرانسه کی څومره پیغلی او میرمنی د همدی دموکراسی په سیوری کی حرامیان زیږوی بچو ته خو یی څه حتی میدو ته یی هم د هغو بچو پلرونه معلوم نه دی مګر کله چه له د دموکراسی له پاچاهی لیری شی بیا د دموکراسی بده وایی . دموکراسی د نظم نوین جهانی دین… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام. د هنر او سینما وتلی او تاریخی څیرې یعنی چارلی چاپلین خپلو مینه والو ته په وروستۍ مصاحبه کی داسی ویلی وه: ( زه پدې خاطر هنر نمائي کوم چه خلګ وژاړی خو متأسفانه خلګ زما د هنری پیغامونو د درک څخه عاجز او ددې پر ځای چه وژاړی، خاندی). بلی: نن سبا داسی ترخه طنزونه لیدلی کیږی او اورېدل کیږی چه سړئ نه پوهیږی وخاندی که وژاړی. د سرکوزی دا سرکوزانه وروستۍ څرګندونی هم یو تریخ طنز دی، دا ډول څرګندونی که د اروپا په کوڅو کی تر خوله راوباسی د ګوتو ئې ورډکوی البته اروپائیان خصوصاً فرانسویان… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

په اروپا یا غربي هر کافر وطن کې د ثبات اصلي لامل دیموکراسی نه بلکه موجود نسبي عدالت دی. همدارنګه په اسلامي ملکونو کې د نه ثبات اصلي لامل اسلام نه بلکه موجود ظالم، فاسد او د غربیانو ګوډاګي حاکم نظامونه دي. په غربي ملکونو کې د موجود نسبي عدالت پر ځای دیموکراسۍ ته تبلیغات کیژي تر څو د اسلام د شمولي عدالت د حاکمیت مخه ډب کړي. خو په اسلامي ټولنو کې بیا د ظالمو او فاسدو او دیکتاتورو چارواکو د غندنې پر ځای په اسلام باندې نیوکې کیژي او د ستونزو د جرړې په توګه یې انځوروي. په… نور لوستل »

سليمان كريم
میلمه
سليمان كريم

ديره مننه غوربندى صاحب اللهم آرنا الحق حقاً وقنا أتباعه وأرنا الباطل باطلا ورزقنا اجتنابه

اقبال
میلمه
اقبال

عوربندی صاحب سلامونه می ومنی ! ستاسی خبری خو تل د کاڼی کرښی وی مګر دا ځل پری زما سر خلاص نه شو او که تاسی د خوب او خیال وخت کی لیکلی چه اروبا کی د ثبات اصلی لامل دموکراسی بلکه نسبی عدالت او اسلامی نړی کی د ثبات اصلی لامل اسلام نه د غرب ګوداګی نظامونه دی ؟ بیا وایاست چه غرب کی د نسبی عدالت په ځای دموکراسی ته تبلیغات کیږی چه چه د اسلام شمولی عدالت مخه پری ډب کړی ؟ اخره کی وایاست چه پورته شیطان کړنلاره کی د خدای زور مسلمانان ورسره مل او… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

محترم عزتمند استاد اقبال صاحب السلام علیکم ما د “نه ثبات” یادونه کړې د خدای شمېر مسلمانانو نه مې هغه مصلحتي یا د نفس تابع خلک مطلب دي چې په نوم اسلام ته منسوب دي خو په عمل کې په غربي دیموکراسۍ راضي دي او غواړي یې، لکه زمونږ او تاسو پخوانی یعنې اخوانی په اصطلاح “متعهد ورور” غ. حضرت صاحب. د عدالت به اړه مې هم د مطلق عدالت خبره نه بلکه نسبي مې یاد کړی دی. عقیدتا د عدل نسبت یوازې الله ج جلاله لره دی، کافران د قران کریم د صریح ایت له مخې ظالمان دي (د… نور لوستل »