د فرانسې پخوانی ولسمشر: ډيموکراسي تاوتريخوالي ته لاره هواروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکلو لاس سرکوزي ويلي، ډيموکراسي په هېوادونو کې د تاوتريخوالي ته لاره هواره کړې ده.

سرکوزی، چې په متحده عربي اماراتو کې د «فکرونو» په نامه کنفرانس ته خبرې کولې وویل، کومو هېوادونو کې چې ډيموکراسي شته، نو هلته هر مخالف غوښتي د همدې ډیموکراسي له لارې خپل بل مخالف وځپي.

د هغه په وینا پر دې سربېره ډیموکراټيکو رژیمونو کې یو څوک څلور – پنځه کاله واکمن وي او په دومره لږ موده کې نه شي کولی خپل پلانونه عملي کړي.

هغه پخپلو خبرو کې وویل چې ځينې ولسمشران له ځان سره لس – پنځلس یا شل کلنه ستراتېژي، لري چې د ډيموکراسي له لوري په ورکړل شوي وخت کې يې نه شي تطبیقولی.

سرکوزي پخپلو خبرو کې هغه هېوادونه چې ډيموکراسي نه لري، بريالي رهبر لرونکي یاد کړل.

نوموړي شهزاده بن سلمان، پوتین او جین پینګ هغه مشران یاد کړل، چې د ده په وینا هېوادونه يې ډيموکراسي نه لري او پخپلو چارو کې بریالي دي.

د ډیموکراسي تر ټولو ترخه بڼه په افغانستان کې ولیدل شوه، چې د امریکا له یرغل سره جوخت بهرنیانو دلته د ډيموکراسي د تحقق لپاره په زور وهلو هم دا سیستم بریا ته ونه رساوه.

د سرکوزي د تاوتریخوالي مثال سره جوخت لوستونکي ته د ګډ حکومت ناندریزه ټاکنې او د دې ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت او اوسنی وضعیت مخې ته درېږي.

تبصرې (7)

  • دا ډېره مهمه او پر ځای خبره ده چې د فرانسې مخکېني ولسمشر کړېده. د ډېموکراسۍ له برکته اوس په افغانستان کې څه روان دي؟ یو افغان نه مني، بل افغانستان نه مني، څوک اسلام نه مني او ځیني نور چې هر څه کوي هغې ته ډېموکراسي وایي. دا بدمرغه نسخې په افغانستان کې نه شي پلي کېدلای. دلته یوه معقول دکټاتور ته اړتیا ده چې په صداقت سره د دې هېواد په چوپړ کې واوسي. مننه

  • هارون صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی
    د فرانسی مخلوع سرکوزی پاچا د خبلی پاچاهی وخت کی ولی دا خبری نه کولی چه د عربو د بسرلی په نوم یی په لکو او میلونو مسلمانان د همدی دمورکراسی له ادرسه په شهادت ورسول او لا په فرانسه کی څومره پیغلی او میرمنی د همدی دموکراسی په سیوری کی حرامیان زیږوی بچو ته خو یی څه حتی میدو ته یی هم د هغو بچو پلرونه معلوم نه دی مګر کله چه له د دموکراسی له پاچاهی لیری شی بیا د دموکراسی بده وایی .
    دموکراسی د نظم نوین جهانی دین او نظام دی هغوی چه د شیطان خدایی یی منلی او د نظم نوین جهانی د تحقق د پاره هلی ځلی کوی له امله یی په میلونو بی ګناه انسانان قربانی کوی هغوی بیا د خپلی مور دموکراسی پسی خبری کوی هغوی هم د همدغه دموکراسی حرامیان بچیان دی چه د خپلی مور پسی ګډی وډی لیکی . دموکراسی د دجال د راتګ د پاره فرشونه خبروی زمینه سازی ورته کوی او دجال راوتلی حضور لری زمکه او په زمکه ژوند دا اخری ځنګدن په شیبو کی دی ، سرکوزی نوم زمونږ په پشتو کی د هغوی د شان سره مطابق نوم دی که د سرکوزی مخ او پوزی ته وګوری همدا نوم ورسره صدق کوی .
    که دی په خپله خبره کی صادق وی هغه وخت چه پاچا وو د مسلمانانو د هلا کت مخه به یی نیولی وی بوش ، اوباما او بلیر ډوون ته به یی د دموکراسی په اړه توصیی کړی وی چه دموکراسی یو وحشت او غیر انسانی فلسفه ده مه یی ازمایی په نړی کی انسانی خدایی لوی ستونزی زیږوی د انسانانو دهلاکت سبب کیږی د همااغه یو لوی خدای بندګی ته تسلیم شی هغه وخت د هغوی سره په ټول وحشت کی ملتیا لرله او نن له یوی لسیزی وروسته د پلیتی دموکراسی لمن په سر اړوی مننه

  • سلام.
    د هنر او سینما وتلی او تاریخی څیرې یعنی چارلی چاپلین خپلو مینه والو ته په وروستۍ مصاحبه کی داسی ویلی وه:
    ( زه پدې خاطر هنر نمائي کوم چه خلګ وژاړی خو متأسفانه خلګ زما د هنری پیغامونو د درک څخه عاجز او ددې پر ځای چه وژاړی، خاندی).
    بلی:
    نن سبا داسی ترخه طنزونه لیدلی کیږی او اورېدل کیږی چه سړئ نه پوهیږی وخاندی که وژاړی.
    د سرکوزی دا سرکوزانه وروستۍ څرګندونی هم یو تریخ طنز دی، دا ډول څرګندونی که د اروپا په کوڅو کی تر خوله راوباسی د ګوتو ئې ورډکوی البته اروپائیان خصوصاً فرانسویان او انګرېزان لوی حرامیان دی، پوهیږی چه کومه خبره چیرته تر خوله راوباسی او د خپلو شیطانی ګټو د تأمین پخاطر همیشه هغه څه وائي او هغه څه کوی کوم چه په باطن کی هیڅ عقیده نه ورته لری.
    زه د سرکوزی څرګندونی زموږ د هیواد د فعلی ناوکۍ بازیو په هکله د هغه د وینا په هکله څه نه وایم خو هغه څه ویل غواړم کوم چه نوموړی د منځنی ختیځ د ځینو دیکټاټورانو په هکله بیان کړیدی.اروپائي استعمار ګران ځانته د دموکراسۍ سیسټم یو عادلانه سیسټم بولی خو زموږ د سیمی د خلګو لپاره آل سعود او نورو غوندی ډیکتاتورانه سیسټمونه تجویزوی چه دا یو ستر خیانت دی، غواړی پدې ډول له یوې خوا ډیکټاتوری رژیمونه پر قدرت وساتی او له بلی خوا خپلی نامشروع ګټی د همدې غیر مردمی او غیر خلکی رژیمومو د تثبیت له لیاری خوندی ساتی.
    بله مهمه خبره دا چه:
    د سرکوزی خبری د عقل او بشری نظم او دسپلین خلاف دی.
    که کوم په اصطلاح دموکراتیک او انتخابی حکومتی سیسټم وجود ونلری او هر څوک او هره ډله او هر جریان او هر حزب وغواړی حاکم نظام نسکور او د خدمت کولو پنوم خپل ځان او خپله ډله وتپی چه په هغه صورت کی به یوه انارشیستی او ګډه وډه فضاء رامنځته شی چه بشری او طبیعی نظم به د حل نه کېدونکو ستونزو سره مخامخ کړی
    بناً د سرکوزی څرګندونی په شعوری توګه د تلبیس او شطنت او پلیدو افکارو څخه ډکی دی چه نباید جدّی وګڼل شی البته په ټینګار سره عرض کوم چه زموږ د وطن د دموکراسۍ!!! په ارتباط د سرکوزی خبری زما د بحث اصلی موضوع نده بلکه زما بحث د هغه د څرګندونو د نورو برخو په اړه دی.

  • په اروپا یا غربي هر کافر وطن کې د ثبات اصلي لامل دیموکراسی نه بلکه موجود نسبي عدالت دی.

    همدارنګه په اسلامي ملکونو کې د نه ثبات اصلي لامل اسلام نه بلکه موجود ظالم، فاسد او د غربیانو ګوډاګي حاکم نظامونه دي.

    په غربي ملکونو کې د موجود نسبي عدالت پر ځای دیموکراسۍ ته تبلیغات کیژي تر څو د اسلام د شمولي عدالت د حاکمیت مخه ډب کړي.

    خو په اسلامي ټولنو کې بیا د ظالمو او فاسدو او دیکتاتورو چارواکو د غندنې پر ځای په اسلام باندې نیوکې کیژي او د ستونزو د جرړې په توګه یې انځوروي.

    په پورته شیطاني کړنلاره کې د خدای زور مسلمانان ورسره مل او په نااګاهانه ډول له اسلامي عقیدې فاصله نیسي او د کفر و خوا ته د تقرب په حال کې دي.

    اللهم اتنا فی الدنیا حسنة و فی الاخرة حسنة و قنا عذاب النار

    • ديره مننه غوربندى صاحب اللهم آرنا الحق حقاً وقنا أتباعه وأرنا الباطل باطلا ورزقنا اجتنابه

  • عوربندی صاحب سلامونه می ومنی !
    ستاسی خبری خو تل د کاڼی کرښی وی مګر دا ځل پری زما سر خلاص نه شو او که تاسی د خوب او خیال وخت کی لیکلی چه اروبا کی د ثبات اصلی لامل دموکراسی بلکه نسبی عدالت او اسلامی نړی کی د ثبات اصلی لامل اسلام نه د غرب ګوداګی نظامونه دی ؟
    بیا وایاست چه غرب کی د نسبی عدالت په ځای دموکراسی ته تبلیغات کیږی چه چه د اسلام شمولی عدالت مخه پری ډب کړی ؟
    اخره کی وایاست چه پورته شیطان کړنلاره کی د خدای زور مسلمانان ورسره مل او نه نااګاهانه ډول له اسلامی عقیدی فاصله نیسی؟ څوک .

    پورتنی پوشتنی می د رڼا اچولو له امله ولیکلی مننه

    • محترم عزتمند استاد اقبال صاحب

      السلام علیکم

      ما د "نه ثبات" یادونه کړې

      د خدای شمېر مسلمانانو نه مې هغه مصلحتي یا د نفس تابع خلک مطلب دي چې په نوم اسلام ته منسوب دي خو په عمل کې په غربي دیموکراسۍ راضي دي او غواړي یې، لکه زمونږ او تاسو پخوانی یعنې اخوانی په اصطلاح "متعهد ورور" غ. حضرت صاحب.

      د عدالت به اړه مې هم د مطلق عدالت خبره نه بلکه نسبي مې یاد کړی دی.

      عقیدتا د عدل نسبت یوازې الله ج جلاله لره دی، کافران د قران کریم د صریح ایت له مخې ظالمان دي (د عدالت ضد نسبت ورته شوی) نو پس هیڅکله د عدل نسبت ورته نشي کیدای، خو بیا هم په تاریخ او احادیثو کې د حبشې نجاشي پادشاه عادل (نسبتا او ظروفا) یاد شوی البته له ځانه سره بیا هم ظالم وو ځکه کافر پاته او ولاړ.