افغانستان

زابل: په سیوري کې یو لوی مرکز د طالبانو لاس ته ولوید

طالبانو نن سهار د زابل په سیوري ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو په یو لوی مرکز برید کړی، چې په پایله کې د افغان ځواکونو له لاسه یاد مرکز وتلی او طالبانو په واک کې اخیستی.
یاد برید چې د لوی ښاره په سیمه کې نن سهار رامنځ ته شو، د اوږدې جګړې په اوږدو کې شپږ عسکر مړه، ګڼ نور ټپیان او دوه د طالبانو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغه څوساعته جګړه کې يې دوه رینجر، دوه موټرسایکل، یو ثقیل او اووه کلاشنکوفونه له ځان سره وړي دي.
د یوبل له خبر له مخې پرون ناوخته د کابل ـ کندهار په ناارامه اوږده لاره د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالي اړوند د هفت اسیاب سیمه کې د ملي اردو په ګزمه د برید په پایله کې څلورتنه په ټانګ کې او شپږ نورو پلي وژل شوي دي.
د خبر له مخې دغه برید چې نږدې ماښام شپږ بجې ونښت پکې اووه تنه نور عسکر سخت ژوبل شول.
دا په داسې حال کې دی، چې په بروکسل کې د ناټو د اته ویشتو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې د افغانستان د دفاع وزیر له خپلو امنیتي ځواکونو خوښي څرګنده کړه او په خبره يې اوس پوره په ځان ډاډمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x