مسیر: ټاکنیز کمیسیونونه خپلواکي نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): راتلونکې پارلماني ټاکنې د حکومت پر وړاندې هغه ګام دی، چې اخیستو ته يې زړه نا زړه دي.

له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه مسیر پخپله تازه ګنه کې «د ولسي جرګې ټاکنې او دوې اندېښنې» تر سرلیک لاندې په یوه مضمون کې ليکي، چې حکومت د ټاکنو لپاره رښتونې اراده نه لري.

د ورځپاڼې په باور حکومت ټاکنیز کمیسیونونه حکومتي کړي او کومه خپلواکي يې نه ده ور پرېيښې.

«رښتیا دا دي چې د ملي یووالي حکومت دواړه ټاکنیز کمېسیونونه حکومتي کړي دي. دوی خپلواکي نه لري او ان په ډېرو وړو چارو کې یې هم ارګ او اجرائیه ریاست مداخله کوي.»

د ورځپاڼې په باور حکومت یا د ټاکنو د ځنډولو هوډ لري یا هم غواړي ټاکنې ترسره شي، خو له درغلیو ډکې.

د سرچینې په وینا د ټاکنو ځنډ د ناقانونه ولسي جرګې د کار دوام ته زمینه برابروي او «له درغلیو ډکې او د حکومت په ګټه مدیریت شوې ټاکنې بیا یو بل سیاسي کړکېچ ته لاره هواروي چې په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه نه دی. »

مسیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر د مشر تادامیچي یاماموتو په حواله هم ویلي، چې حکومت د ټاکنو د لپاره هیڅ ډول تیاری نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې محمد اشرف غني تېره اوونۍ د ملي شورا یو بل ناقانونه کال پرانیست او پکې يې د قانون پر حاکمیت يې ټينګار وکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د