افغانستان

د فراه چارواکي: لا هم ۲۹۱ خیالي پولیسو معاشونه اخیستل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د فراه چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۲۹۱ خیالي سرتېري وو، چې هره میاشت ۴ میلیونه افغانۍ معاشونه یې ځايي چارواکو جېبونو ته اچول.

د فراه امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وايي، لا هم د خیالي پولیسو چاڼ روان دی او دوی تراوسه د ۲۹۱ خیالي سرتېرو نومونه د پولیسو له لیکو وویستل.

دی هم مني، چې هره میاشت د دغو خیالي سرتېرو معاشونه، وسله، پوښاک او د خوراک پیسې قومندانانو ته ورکول کېدې؛ خو اوس معلومه شوې ده چې دغه پولیس اصلاً نه وو.

د شېرزاد په خبره، د ۲۹۱ خیالي پولیسو معاشونه څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ کېدې او ټولې پیسې د پولیسو قومندانانو شخصي جېبونو ته اچولې.

د فراه امنیه قومندان ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې به د خیالي پولیسو ټول شمېر معلوم کړي او نومونه به یې لیکو وباسي.

ده وویل، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې له سلو ډېرو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځینې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

تېره ورځ د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د کمانډو عسکرو او طالبانو ترمنځ نښته کې نږدې ۵۳ کمانډويي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

په تېرو دوو میاشتو کې د فراه ځینې چارواکي بدل شول؛ خو لا هم د طالبانو په بریدونو کې کموالی نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x