
لېونتون
د لېونتون په بڼ کې له یوه ځوان سره مخ شوم .
څېره یې تکه زېړه….. خو ښایسته او له یوې ژورې حیرانۍ ډکه وه !
نژدې ورغلم ،په خوا کې په څوکۍ ورسره کښېناستم !
ترې ومې پوښتل : ((څنګه دې لېونتون ته راغلی یې ! )).
ځوان په ډېره حیرانۍ زما په لور سترګې راپورته کړې ،ویې ویل :
که څه هم سوال دې ناوړه او غیرمعقول ؤ،خو بیا به هم ځواب درکړم !
((دا خو داسې وه چې، زما پلار غوښتل ما د خپل ځان په څېر ستر کړي او همدا راز زما تره همدا غوښتل چې زه د ده په څېر شم .
مور مې هم فکر کاؤه چې زه د دې د خاوند په څېر شم، او ویل یې باید د هغه په پله لاړ شم او یو کشتۍ وان شم !
ورور مې بیا غوښتل چې زه د ده په څېر شم یعني یو ښه لوبغاړی شم !
زما د فلسفې ښوونکي….د موسیقۍ استاد…د منطقو ښوونکي………..لنډه دا چې هره یوه غوښتل چې زه په راتلونکې کې د دوی په څېر شم !
هر یوه غوښتل چې زه د دوی د شخصیت هنداره شم !
نو ځکه ماته دا ځای مناسب ښکاره شو !
کم تر کمه دلته زه په خپل واک کې یم او پخپله خوښه لکه څنګه چې یم ،هغسې اوسېدلی شم ! )).
بیا یې ناببره زما په خوا مخ راوګرځاوه، ویې ویل : ښه دا راته ووایه ، چې ته هم دلته د ورته مشکل له کبله راغلی یې ،غواړې یو څه زده کړې او مشورې تر لاسه کړې ؟!
ما ځواب ورکړ : نه ! زه یوازې دلته د معاینې دپاره راغلی یم ! غواړم دا ځای وګورم !
ځوان راته وویل : ښه ! ښه ! پوی شوم ! نو ته د دې لېونتون له دېوالونو اخوا په دې بل لېونتون کې اوسېږې!!
لیکوال: جبران خلیل/ ژباړن: انعام الله ګوهر