
خواجه اصف: طالبان موږ ته هیڅ اړتیا نه لري
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي، طالبان موږ ته هیڅ اړتیا نه لري او د افغانستان ۴۳ سلنه خاوره په واک کې لري.
سپوتنیک د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله وايي، خواجه اصف دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې امریکا یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ ملامت کړی.
دغه پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې، چې د افغان حکومت په ګډون امریکا او ځينې هېوادونه پر دې هېواد غږ کوي، چې پر طالبانو د «سولې خبرو» لپاره فشار راوړي.
خواجه اصف ويلي، امریکا غواړي، موږ د دوی پر دستوراتو روان واوسو، خو اسلام اباد دغسې ګام نه شي اخیستلی.
هغه دا هم ویلي چې امریکا په نړۍ کې د زورور پوځ نغاره وهي، خو په افغانستان کې يې نه یوازې د جګړې خاتمه ونه کړه، بلکې د مخدره موادو تولید يې هم له ۲۰۰ نه ۹۰۰ ټنه ته لوړ کړ.
د شنونکو په باور د طالبانو د اصلي ادرس پر ځای نورو هېوادونو ته لاس غځول په لوی لاس هغوی ته امتیازات بښل دي.