افغانستان

کندهار چارواکي: بهرنیانو دامان کې پر ملکي وګړو ډزې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د کندهار چارواکي وايي بهرنیو عسکرو په دامان ولسوالۍ کې پر ملکیانو ډزې کړې او دوه تنه يې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چې په دامان ولسوالۍ کې پر بهرنیانو د سړک د غاړې ماین چاودنه وکړه، چې په مقابل کې يې دوی پر ملکي خلکو ډزې پیل کړې.

هغه دعوه کوي چې دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او بهرنیانو ته په چاودنه کې هیڅ زیان نه دی اوښتی.

دراني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ويلي، چې ټپیان يې روغتيايي مرکز ته رسولي دي.

دا لومړی ځل دی چې د بهرنیانو تر اعتراف وړاندې سیمه ییزه اداره پر ملیکانو د ډزو خبر ورکوي.

تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې د کره تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x