راتلونکې مياشت له پاکستانه د ناثبت شويو کډوالو لړۍ پيلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): پاکستان وايي، په راتلونکې مارچ مياشت کې به د هغو افغان کډوالو د بيرته ستنولو لړۍ پيل کړي چې په دغې هېواد کې يې خپل ځانونه نه دي ثبت کړي.

د ټرايبل نيوز د راپور له مخې، د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوڅ د پاکستان ولسي جرګې ته په خپله وينا کې ويلي هغه افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستنوي چې ځانونه يې د مهاجرينو له نړيوالې ادارې (يو اين اچ سي آر) سره نه دي ثبت کړي.

بلوڅ وويل، هغوی چې د ثبت کولو پاتې دي مهاجرين نه بلکې بهرنيان دي او پاکستان کې د اوسېدو حق نه لري.

د بلوڅ په خبره، ناثبت افغان مهاجرين په پاکستان کې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې اوسېدلی شي او د اپريل مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې به يې د بېرته ستنولو چارې پيل شي.

عبدالقادر بلوڅ زياته کړې، په ۲۰۱۷م کال کې هغو لس لکو افغان مهاجرو ځانونه ثبت کړي چې له يو این ایچ سي آر سره نه و ثبت شوي او په دغې هېواد کې يې د اوسېدو اسناد نه لرل، اوس مهال په پاکستان کې څلور لکه ناثبت افغانان ژوند کوي او د راتلونکې مياشتې په لومړيو کې به يې د ستنولو بهير پيلوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

All the Afghan refugee forced to go back to Afghanistan are not happy to go back because they have no place to live and have to start their lives from Zero