همایون همایون د ولسي جرګې لومړی مرستیال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره نن یو ځل بیا ټاکنې وشوې، چې په ولسي جرګه کې د خوست استازي همایون همایون د ولسي جرګې لومړی مرستیال وټاکل شو.

د لومړۍ مرستیالۍ لپاره نن همایون همایون او نذیر احمدزی نوماندان وو؛ خو همایون همایون د ۱۱۶ حاضرو وکیلانو له ډلې ۱۱۰ رایې خپلې کړې او لومړی مرستیال وټاکل شو.

نن د ولسي جرګې د دویمې مرستیالۍ لپاره محمد عبدو او عبدالله کلیمزی نوماندان وو؛ خو دواړو د دویمې مرستیالۍ لپاره د اړتیا وړ رایې ترلاسه نه شوې کړی.

تېره ورځ د ولسي جرګې غړیو عرفان الله عرفان د دویم منشي په توګه وټاکه او سبا به دویمې مرستیالۍ او د لومړي منشي لپاره ټاکنې ترسره شي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند د ولسي جرګې د نننیو ټاکنو په اړه لیکلي، ارګ هڅه وکړه چې د همایون همایون پر ځای نذیر احمدزی لومړی مرستیال کړي؛ خو په خپله چاره کې ناکام شول.

همایون همایون په دې وروستیو کې د لویې جرګې غوښتونکی وو او په کندهار او خوست کې یې لویې غونډې هم جوړې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د