خبرتیاوی او پیغامونه

د ملا عبدالسلام ضعیف د مبارکۍ پیغام

په ډېرې خوښۍ خبرشوم چې دګونتانامو جهنم ته ورته زندان څخه پنځه تنه بې ګناه طالب مشران چې له څه باندې دولسو کلونو راهیسې هلته بندیان او له ډول ډول تعذیبونوسره مخ و، راخوشې شول.

زه ترهرڅه وړاندې د دوی دراخوشې کېدلومبارکي دوی، د دوی کورنیو او دوستانوته وایم.

ډاډه یم چې ټول افغانان د داسې خبرونو په اورېدلو خوشحالېږي اوباید خوشحاله شي.

له امریکايي او افغاني زندانونو څخه د داسې بې ګناه بندیانو خوشې کېدل د افغانستان په قضایاووکې رغنده او مثبت ګام دی اوالله جل جلاله دې وکړي چې دقضيې ټول اړخونه له مثبتو پېښو څخه مثبته ګټه واخلي .

دافغانستان له وروستیو تحولاتو داسې ښکاري چې دزور ،ظلم او استبداد پالیسي نوره کارنه ورکوي اوځای يې، دیپلوماسي منطق ،او دسیاسي چلند پالیسي نیسي .

زموږ په باور دادافغانستان اودافغانستان په پېښو کې ددخیلو ټولواړخونو په ګټه ده چې امریکایان، له دوی سره ټول افغان بندیان هغه که په ګونتانامو کې دي اوکه په افغانستان کې راخوشې کړي.

عبدالسلام ضعیف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x