غزنی؛ د تېرې کب میاشتې په وروستیو کې د اربکیانو پر ضد د لاريون یوه څنډه

غزني: د قره باغ د پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د قره باغ د شېراباد کلي د پېښې په تړاو یې څلور تنه شکمن کسان نیولي دي.

دی وايي، له څلورو کسانو یې یو په کابل، یو یې د غزني په ښار او دوه تنه نور یې د قره باغ ولسوالۍ اړوند سیمو کې نیولي.

نوري وویل، له نیول شویو کسانو پوښتنې روانې دي، خو تراوسه یې پر خپل کړي جرم اعتراف نه دی کړی.

له تېرو لسو ورځو راهیسې د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه خلکو لاریون پیل کړی او د غزني په ښار کې یې د تحصین خیمې وهلي دي.

لاریون کوونکو د پنځو ورځو لپاره د کابل ـ کندهار لویه لاره هم تړلې وه، خو څو ورځې وړاندې یې په مشروط یوازې د بار وړونکو موټرو او مسافرو پرمخ خلاصه کړه.

د غزني لاریون کوونکو ته دوه ځلې له کابلی پلاوی تللی و، خو بې پایلې کابل ته راستانه شول.

د قره باغ ولسوالۍ خلکو وروسته له هغه په لاریون لاس پورې کړ، چې اربکیانو د ابراهیم په نامه د یو کس پر کور چاپه ووهله، دوه تنه یې ووژل، دوې ښځې یې ټپیانې کړي او دوه تنه یې ژوندي یوړل.

د قره باغ ولسوالۍ لاریون تراوسه روان دی او لاریون کوونکي د عدالت غوښتنه کوي، خو د غزني چارواکي یوازې ژمنې ورکوي او مجرمینو ته د سختې سزا خبره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د