راشد خان: د فشار پر وخت مسوولانه لوبه نه کول مو لویه ستونزه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۶): د افغان کرېکټ لوبډلې مشر او سوکه غوره توپ اچونکی راشد خان وایي چې د فشار پر وخت مسوولانه لوبه نه ترسره کول او پر مهم وخت کې خپل اعصاب له لاسه ورکول مو د ماتې اصلي لاملونه دي.

راشد خان په یوه خبري کانفرانس کې هغه لاملونه په ګوته کړل چې ولې یې لوبډلې ښه لوبه ترسره نه کړه.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په خپله څلورمه لوبه کې نیپال ته له ماتې ورکولو وروسته وکړې.

راشد خان زیاته کړه، چې لوبډله یې د فشار پر وخت کنټرول له لاسه ورکوي، نه پوهیږي چې اوس څه وکړي، مسوولیت یې هېر شي، او له همدې امله لوبډله له ماتې سره مخ شي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په لومړۍ بريا خوښ او ښه احساس کوي، که له پخوانيو درېيو څخه يې يوه هم ګټلي واى؛ نو اوس به يې دويم پړاو ته لاره پيدا کړې وه».

د راشد خان له خبرو داسې څرګندیږي چې لومړی درې لوبې یې په سم پلان نه دي ترسره کړي او یا یې هم تجربه پخه نه وه، دی وایي: « د نيپال پر وړاندې لوبې لپاره يې سم پلان جوړ کړى و، چې د نيپال هدف بايد له څلوېښتم اوور څخه مخکې ترلاسه کړي او همداسې وشول».

نوموړي د لومړیو دریو سیالیو د ماتې خوړلو په ځواب کې وویل: چې لوبډله یې له فشار سره مخ شي بیا نه پوهیږي څه وکړي، ځان نشي کنټرولولای، له مسوولیته ډکه لوبه نه کوي، پایله دا شي چې له ماتې سره مخ شو.

د نوموړي په وینا چې، له ماتې خوړلو مو ډېر څه زده کړل: «له دې لوبو او سياليو مو دا تجربه ترلاسه کړه چې په راتلونکي کې څه ډول وکولى شو ځان له فشار څخه اوباسو او د فشار پر مهال څه ډول لوبه ترسره کړو».

دی دا هم وایي چې دا دده د لوبډلمشرۍ لومړۍ تجربه وه، د اصغر ستانکزي په نه شتون کې یې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي ډېره مرسته کوي، نوموړی زیاتوي: « دا يوه ښه تجربه وه او تر اوسه ښه روانه ده».

هغه زياته کړه، «له بده مرغه له سياليو مخکې يې اصغر ستانکزى له لاسه ورکړ، خو محمد نبي تل په ميدان کې ورسره هر ډول مرسته او همکاري کوي».

د یادونې وړ ده چې افغانستان د غوراوي سیالیو سوپر سیکس پړاو ته د وتلو لپاره د هانګ کانګ او نیپال سیالۍ ته انتظار باسي، ددوی لپاره پر هانګ کانګ د نیپال بریا بل پړاو ته د وتلو یوازینۍ وسیله ده، ددې دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ به سبا د افغانستان پر وخت په دولس بجې ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د