نظــر

مصري ولس ته د مرسي پیغام!

ای انقلابي او غښتلی ولسه!
د الله تعالی فيصله او تقدير و، چې زموږ انقلاب دې له سختو خنډونو او ناخوالو سره مخ شي، مګر الله تعالی ورته داسې خلک پيدا کړل، چې مصر او نوره ټوله نړۍ پرې وياړي.
ای ازادي غوښتونکيو انقلابيانو!
د خپل سپین انقلاب لپاره د غرونو په څېر قدمونه ټینګ کړئ او خپل تندريز عزم او ارادې مو لا هم غښتلې کړئ،
بې شکه ستاسې انقلاب به ډېر ژر الله تعالی بريالی کړي. دا مې پر الله تعالی باور دی.

ولس ستاسې تر شا ولاړ دی او له تاسې د انقلابي چاپيريال هيلې لري، چې يو ځل بيا د انقلاب نارې ټوله نړۍ واوري.
مصري ولس وښووله، چې د کودتايي رژیم جعلي انتخابات نه مني او په پشپړ اکثريت يې رد کړل.
سره يو موټی شئ او خپلو کې سره شخړې او لانجې مه کوئ، ځکه اختلاف او شخړې د ناکامۍ اوله پوړۍ ده.
الله تعالی شاهد دی، چې د فساد او جرايمو پر وړاندې مې هيڅکله خپل وس نه دی سپمولی او تر خپل وسه مې د قانون او انقلابي اقداماتو په رڼا کې د ظلم، جبر او فساد پر وړاندې اقدام کړی. په ځينو کارونو کې به تېروتی يم او ځينې کارونه به مې سم وو، مګر ستاسې په امانت کې مې خيانت نه دی کړی او هيڅکله به داسې کار ونه کړم. د ژوند ډېر کلونه مې د ظلم او فساد پر وړاندې مبارزه کړې او د ژوند تر اخري سلګۍ به خپله مبارزه پر مخ بيايو.
ای انقلابي ځوانانو!
د خپل انقلاب په سرته رسولو مو ګرده نړۍ حيرانه کړې. تاسې زموږ نن او سبا.. حال او راتلونکی، بلکې همدا تاسې زموږ هيواد ياست. زموږ انقلاب ستاسې پر هوډ او عزم پورې تړلی دی. زما یقين دی، چې همدا تاسې به د سپين انقلاب رپی رپاند ساتئ او پر مخ به يې بيايئ. انقلاب راوستل او انقلاب ژغورل ډېر ستړی او دروند کار دی.
ای د انقلاب د لارې ستړيو لارويو! صبر صبر او استقامت. زما دې په الله تعالی قسم وي، چې تاسې هغه نسل ياست، چې خپلو راتلونکو نسلونو ته مو د صبر او قربانۍ درس پريښود او هغوی به دا فکر کوي، چې پلرونو يې څرنګه د صبر، استقامت، قربانۍ او سرښندنو له لارې خپل انقلاب بريا ته ورساوه.
د نړۍ ټولو ازادي غوښتونکو ولسونو دغه کودتايي نظام رد کړی او هيڅ ازادي غوښتونکی ولس د ظلم او جبر دغه نظام په رسيمت نه پيژني. دا ځکه، چې ستاسې پرله پسې لاريونونو او انکار نړۍ ته دا وښوده، چې دغه نظام يو باطل نظام دی او هيڅکله مصري ولس ته د منلو وړ نه دی.
او وروستۍ خبره مې خپل بې بېلګې ولس ته دا ده، چې خپل انقلاب په ټینګه وڅارئ او بايد د انقلاب سپيڅلي اهداف درنه ضايع نشي. الله تعالی به د شهيدانو وينې نه ضايع کوي، د ټپيانو او ژوبلو شويو وروڼو او خويندو تکليفونه به عبث نه ځي او د بنديانو تکليفونه او قربانۍ به رنګ راوړي، تر څو چې د انقلاب غښتلي لاروي ژوندي وي او د انقلاب لپاره شپه ورځ نه ستړې کيدونکې هڅې کوي او رپی يې رپاند ساتي او تر هغه خپلو هڅو او قربانيو ته دوام ورکوي، چې د انقلاب موخې او اهداف تر سره شي. زه پوهېږم، چې انقلاب ستړی کوونکی او سخت دی، مګر ستاسې پر عزم او هوډ مې يقين دی، ستاسې غوښتنه حقه ده او پر الله تعالی مې باور دی، چې له موږ او تاسې سره مرسته کوي او دا سختې شپې ورځې به رڼا ولري.
الله تعالی مو خپل هېواد او ټول امت لپاره بختور کړه!
انقلابي سفر مو تاند او هڅاند اوسه!
محمد مرسي
د مصر د عربي جمهوريت ولسمشر

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x