فقهي مصادر – دریم درس: قرآنکریم

لیکوال: احمد الله عاطفي

قرآنکریم الهي وحې ده چې په عربي لغت(ژبه) نازل شوی دشرعي فقي اعلی ترینه مرجع، دبشر هادي او دحضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) ستره او تل پاتي معجزه دی.

قرآنکریم په لغت کې دقرأت او لوستلو په معنی دی او هم د تورو یو ځای کولو ته وايې، چې دحروفو یوځای کیدو سره دالله (جل جلاله) دکتاب نوم مثمی او ستر علم شو، حفاظت اوساتنه ئې الله سبحانه وتعالی پخپله اخستي ده.

قال الله تبارک وتعالی:اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ. ( الحجر سورت: ۹ آیت)

ژباړه:یقیناً دا موږ یوچي دا د پند کتاب مو نازل کړی اوموږ ئې هرومرو ساتونکي یو.

الله سبحانه وتعالی خپل د دغه ستر کتاب(قرآنکریم) دساتلو زمه پخپله اخستې، نه یواځي په مجموع کې دمصحف ساتلو بلکه دتحریف، زیاتی،کمی،اشتباه او هر ډول لاس وهنه چې دقرآنکریم دشان سره ټکر ولري الله سبحانه وتعالی ئې ساتنه او حفاظت کوي، برخلاف دلمړنیو کتابونو چې دوخت علما، روحانیون او مامورینو ئې ساتنه ونه کړه او په پام لرنې کې نیکړتیا تر دي حده ورسیده چې دالله سبحانه وتعالی له لوري استول شوي آمانات (اسماني کتابونه) له یوي مخي تحریف او بدل شول.

قرآنکریم دالله سبحانه وتعالی دیو والي او توحید درس ورکوي او خلک دالله فرامینو ته دعوتوي،چې دا مبارک کتاب دقدر په شپه جمعاً له لوح محفوظ نه دزمکي اسمان( بیت المعمور یا بیت العزت) ته نازل شوی او بیا درسالت کلونو په اوږدو کې دسیدنا حضرت جبرائيل آمین په زریعه په حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) باندي په تدریجي ډول نازل شوی.

دالله سبحانه وتعالی په دي ستر کتاب کې عبادات او حدود ذکر شوي دحلال او حرامو اصول وضعه شوي، محکم او متشابه احکام بیان شوي، اوامر اونواهیو حکم په تفصیل او اجمالي توګه څرګندشوي، دفقي شرعي احکامو نص اوهم مصادرو ته ئې اشارتاً بیان شوی،قرانکریم په مجموع کې عقاید ، احکام ، قصص وامثال بیانوي.

دامام غزالي او ابن عربي(رحمهما) په قول دقرآنکریم (۵۰۰) ایتونه دبندګانو اعمالو لکه لمونځ روژه، حج، زکات، اخستل او خرڅول،معاملات، حدود او کورني امورو په اړوند نازل شوي ، (۲۰۰۰) آیتونه په اوامرو او نواهیو مشتمل دي چې داسلامي فقي بنسټ جوړوي(ارشاد الفحول) عقاید جوړول دقرآنکریم ستر دعوت دی چې په هره برخه کي بیان شوی او قص دعبرت درسونه دي.

قرآنکریم داسي معجز کتاب دی چې په هیڅ حکم،خبره او حتی په یوه ټکي کې هم شک او شبه نشته، دمسلمانانو د دیني احکامو لمړی مصدر دی چې پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) ئې دتنفیذ عملي چاري تر سره کړي بیا راشده خلیفګانو بیا له هغوۍ نه تر قیامته ئې احکام نافذ العمل دي، هر هغه کړنه ، حکم یا مسئله چې دقرآنکریم له ارشاداتو سره په ټکر کې وي مردود او رد دی، ځکه هیڅ داسي حکم، مسئله او چاري نشته چې قرآنکریم ئې په اړوند لار ښوونه نه وي کړې .

قال الله تبارک وتعالی:وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ. (الانعام : ۵۹)

ژباړه: او له ده سره دغیب(دخزانو) کلیاني دي چي له ده پرته هیڅوک ورباندي نه پوهیږي،هیڅ پاڼه نه راپریوځي مګر دی ورباندي پوهیږي اونه دزمکي په تیاروکي کومه دانه اونه کوم لوند او وچ داسي څه شته چي په څرګند کتاب کي دي نه وي.

په دي مبارک آیت کي دالله سبحانه وتعالی دقدرت مظهر بیان شوی او دقرآنکریم ستر والی، په دی مبارک کلام کي (وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ) ټول هغه حقیقت بیان شوی چې شتون لري ،هغه چې دهر څه بیانونکی دی ،خپل بیانونکی هم دی.

دقرآنکریم هر آیت او برخه دبل آیت او برخې تائد او تصدیق کوي، که کمی دی زمونږ په علم او تدبر کې دی دقرآنکریم هر حکم او توری من جانب الله دی په دي زموږ ایمان او باوردی، ددي لارښوونه خپله الله سبحانه وتعالی کړي ده.

قال الله تبارکه وتعالی:اَفَلَا يَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ ۭوَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللّٰهِ لَوَجَدُوْا فِيْهِ اخْتِلَافًا كَثِيْرًا.( النسأ سورت: ۸۲ آیت)
ژباړه:نو آیا په قرآن کي ئې تدبر نه دئ کړی، که هغه دماسوی الله له لوري وی نو حتماً به ئې ډیر اختلاف په کي موندلی وو.

الله سبحانه وتعالی خپل بندګان دقرآنکریم تلاوت لورته دعوتوي او تاکید کوي چې دقرآنکریم داحکامو او آیتون څخه په څنګ مه تیریږئ بلکه دقرآنکریم په هر حکم ،آیت او ارشاداتو غور، فکر او تدبر وکړئ،ځکه دا کتاب داختلاف او نیمګړتیاوو نه پاک دی،نه ئې په الفاظو کې خلل شته اونه ئې په معنی کې، نه شعر دی،نه نثراونه کهانت بلکه غوره نصیحت دی او فلاح.

الله سبحانه وتعالی پاک دی او دهغه کتاب(قرآنکریم) پاک دی، که دا مبارک کتاب دکوم بنده لخوا وی نو حتماً به دطبعي غوښتنو په بنأ له اختلافه خالي نه و، بریالی دي هغه چې قرآنکریم ئې ټینګ ونیو،حضرت علي (رضی الله عنه) فرمايې: ما له رسول الله(صلی الله علیه وسلم) نه اوریدلي چې وي فرمایل: حضرت جبرائيل تشریف راوړ او وي فرمائل: ستا نه وروسته به ستا په اُمت کې اختلاف ولاړ شي، ما وویل اې جبریله ددي مخنیوی به څنګه وشي؟ هغه وفرمائل دالله سبحانه وتعالی ستر کتاب( قرآنکریم) ددي په هدایت او برکت هر جابر ماتیږي، هر چا ټینګ ونیو نجات او فلاح ئې وموند، هر چا تري فاصله واخسته هلاک شو.

قرآنکریم یواځی احکام،توحید، قصص، اوامر او نواهي نه بلکه داسي ستر فضیلت والا خزانه دی چې لوستونکی دثوابون له خزاني ماموریږي او څوک ئې چې په لوستلو کي ستونزه لري دلو ستلو کوښښ باوجود نه توانیږي چي قرآت ئې کړي دی هم دزیاتو ګټو څښتن ګرځي.

امام بخاري امام مسلم،امام ترمذي او نور محدثین دقرآنکریم په فضیلت کې له حضرت ام المومنین عایشه صدیقه، حضرت ابو سعید خدري او حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنهم) نه روایتونه لري،چې لنډیز ئې دادی:

دقرآنکریم په هر توري دلس نیکیو ثوابونه دي، هغه څوک چې دژبي ستونزي په بنأ دکوښښ باوجود له قرآته عاجز وي او یائې په تکلیف تلاوت کوي ده ته دوه برابره دنیکیو ثوابونه ترلاسه کیږي، یو دقرآت دویم دزیار او زحمت چې په دي اړوند ئې کوي.

قرآنکریم په تلاوت یواځي په دنیا کې دثوابونو خزانه نه دی بلکه دقیامت په ورځ هم خپل لوستونکي په مصیبت کي یواځي نه پریږدي.

امام مسلم دحضرت ابو امامه(رضی الله عنه ) نه روایت کوي چي حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائل:(ترجمه) قرآنکریم دقیامت په ورځ دهغو ګنهګارانو شفاعت کوي ،چې په دنیا کې دقرآنکریم تلاوت کوو.

لنډه داچې دالله سبحانه وتعالی کلام په نورو کلامونو داسي فضیلت لري چې الله سبحانه وتعالی ئې په ټولو مخلوقاتو لري.

هر چا په ریښتیني توګه دقرآنکریم تلاوت وکړ او دده دحق اداکولو زیار ئې وویست دقیامت په ورځ به دی نه یواځي بریالی وي بلکه دخپلې کورنۍ لس تنه غړي چې دوزخ ته دتلو پر یکړه ورباندې شوي وي شفاعت ئې کوي(امام احمد لمړی ټوک)

الله سبحانه وتعالی او دهغه رسول(صلی الله علیه وسلم) په عقایدو او احکامو کې دین کامل بللی او دلیل ورباندي د( سورت المائدي (۳) آیت، سورت یوسف:۱۱۱، سورت النحل:۸۹، سورت التوبه: ۱۱۵، سورت الانعام:۱۱۹ او سورت النسأ:۵۹)له دي سره سره ئې دزمانو په اعتبار داجماع، قیاس او فقي مصادرو ته لار خلاصه پریښي ده، چې اسلامي امت دوخت په دایره کې محصور نه وي بلکه دوخت ستونزي او ټوکیدونکي مسائل دقرآني او نبوي احادیثو د نص په نظایرو حل شي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د