fbpx

ننګرهار: چپرهار کې د چاپې پر مهال نښته شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې تېره شپه د امنیت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې پر مهال يې له طالبانو سره نښته هم رامنځته شوې او دواړه غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر ويلي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو د يادې ولسوالۍ په غلام ډاګ سيمه کې عمليات کړي، چې پر مهال يې درې طالبان وژل شوي او پنځه تنه شکمن کسان يې نيولي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د چاپې پر مهال يې په عملياتي عسکرو بريد کړی په ترڅ کې يې څلور تنه سپيشل فورس عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

د غلام ډاګ اوسېدونکي وايي، د ګډو ځواکونو او طالبانو تر منځ له نښتې وروسته جنګي الوتکو په سيمه کې بمباري کړې او د عامو خلکو کورونه يې ويجاړ کړي چې له کبله يې يو تن ملکي کس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، ګډو ځواکونو له ځان سره پنځه تنه عام کليوال هم د بنديانو په توګه وړي دي.

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې امریکايي او نور بهرني ځواکونه د افغان ځانګړو ځواکونو په مرسته د شپې عمليات او پلټنې کوي چې تر ډېره پکې ملکي خلک په نښه کېږي، په دې وروستيو کې د شپنيو عملياتو له ډېرېدو سره د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د