د نن فرعون‎

لیکوال صادق ” سالار“

تاسو به په مصر کي د هغه فرعون څخه خبر یاست چې هغه به کوم کوم کارونه کول او د څه لپاره د بشریت دښمن وو دا فرعون ښه پوهیدی چې دی پر غلطه لار روان دي خو دده شیطاني عملونه دومره زیات سوي وه چې هیڅ تاثیر يي نه پر کاوه ده په حقیقي ډول د خدای «ج» او د هغه د پیغمبر سره دوښمنې کوله او ځان ته به يي خداي ویلي.

اخیر پای يي داسو چې د ټول کاروان سره په څو لحظو کښې غرق سو خو کله چې پوه سو چې غرکیږم نو وویل چې زه مسلمانیږم او د خداي پیغمبر قبلوم اما وخت تر دی تیر وو ځکه خو جبرائیل «ع» وواهه او غرق سو.

ددي فرعون په اړه خداي پاک خپله ویلي دي چې موږ به دا فرعون د یو نموني په شکل وساتو تر څو نور انسانان تري عبرت واخلي.

اما د هغه فرعون څخه بعضو عبرت واخیست او بعضو ورته په بل ډول وکتل، خو دلته هغه فرعون د خلکو څخه اوس هیر دي هغه يي بیخي په یاد هم ندي ځکه چې موږ پر سر اوس یو بل فرعون دي.

دا فرعون ډیر هوښيار دي او ډیر ځیرک ځانته وايي کچیري ورته وګورو نو پر اوسني مسلمانانو بریالي هم دي ځکه خو ځانته هوښيار او واکداره وايي دي فرعون اسلامی سلطنت ډیر په مهارت نسکور کړي او بریالي سوو دا فرعون د هغه ځایه چې اسلام زموږ اسلامي نړۍ ته راغلی دي د هغه ځاي خلک په مزو، چړچو او فحشاء يي اخته کړه خپلي ناوړي ښځې یی د هغوي مختي په څو واره تیري او راتیري کړي او ددي تر څنګ يي یوه ناوړه نشه ورسره ورکړه چې ددي په خوړولو سره زموږ د هغه مسلمانانو عقیده کمزوري سوه او ده خپل ځان هدف ته ورسوي.

ددی فرعون یو بل شیطانی هوښيار فکر دادي چې دي زموږ په جامه کښې زموږ سره جګړه کوي نیم ته وايي چې ته پر حقه يي او نیمو ته وايي چې د خداي لار دغه ده او ته اصلي او ریښتینی مجاهد يي دلته موږ مسلمانان یو ځل بیا سره اخسته سوو او دي د سیل پر غونډۍ راته ناست دي او ګوري.

دا فرعون د هغه فرعون سره ډیر فرق لري دا فرعون د خداي اصلی بندګان په یو بل سره اچولي دي او خپله خپلې ناوړه ګټي عملی کوي ددی فرعون خیټه ډیره لویه ده دا فرعون ددواړو شیانو شوقی دي هم د مال او هم د قدرت.

دا فرعون تنها ندی دا فرعون د ځان سره ډير واړه فرعونیان هم لري او هغوي خپل ګټي او لاسته راوړني هره ورځ دده حضور ته وړاندی کوي او یوه بله دنده ورته سپاري، دي فرعون په همدا ډول زموږ عثماني سلطنت له منځه یوړي.

خلګو ته يي ځان تل شریف ښودلي دي اما هغسي نده په حقیقت کښې همدا فرعون زموږ د بدبختیو لامل دي موږ ښه پوهیږو چې همدا زموږ د بدبختیو لامل دی خو بیا هم عاجزه يوو او ددی په تمه یوو چې خداي به موږ ته امن او سوله راولي.

په اصل کې موږ غلط سوي یو موږ د هغه چا څخه سوله او امن غواړو کوم چې دي خپله د بشریت دوښمن دي او هره ورځ په زرهاو بی ګنا خلګ په یوه او بله بهانه وژني او له منځه يي وړي.

نو اوس ته ووایه آيا موږ پر غلطه نه یو؟

دا فرعون اوس ډیر قدرت لري او پر مسلمانانو ځان تکړه ګڼې او هغوي ئي په ډول ډول بهانو کمزوری کړي دي دا فرعون دلته هم فکری جګړه کوي هم نظامي.

زه ددي فرعون په اړه ډیر څه لرم اما شاید تاسو ناراحته سې خو دا یو حقیقت دي چې زه يي وایم دا فرعون په اصل کښې زموږ سره ډیره لویه دوښمني لري.

دا د انسان په لباس کښې هغه شیطان دي کوم چې د ادم علیه سلام په وخت کښې هم ژوندي وو او زموږ د پیدایښت سره يي مخالفت کوي دا هغه شیطان دي کوم چې په ډيره بی شرمانه ډول يي پاک رب ته وویل چې زه به ستا حقیقی بندګان ګمراهان کړم.

بس همدا هغه شیطان دي اما تنها شکل، کړنلاره او لباس ته يي تغیر ورکړي دي.

کچیري هوښيار يي نو ددی فرعون څخه امان وغواړه د پاک رب په مرسته او ددی څخه دوري په کار ده.

درنښت

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom prince
میلمه
masoom prince

بې له کومه شکه چی دا فرعون ډیر ځیرک ده او د نړﺉ ټول مسلمانان یې په یوه داسې خوب ویده کړل لکه ،ازادی ، قومی تعصب ، حقوق بشر ، په یو او بل نوم باندې فساد جوړه ول ، دغې خوب څخه بیداریدل ډیر اړین دی کنه، الله دی نکړی مسلمان اینده نسل به ډیر له دینی معلوماتو بې برخې پاتې شی