نړۍ

واشنګټن: سياټل پوهنتون کې د يو وسلوال بريد له امله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امريکايي رسنۍ وايي، چې واشنګټن ايالت سياټل پيسيفيک پوهنتنون کې د ډزو له امله يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، چې نوموړي بريد کې يو شل کلن ځوان محصل وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

ويل کيږي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د يوې شل کلنې ټپي شوې نجلۍ روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی. نورو زده کوونکو وسلوال بريدګر ونيو او د پوليسو تر راتګه يې ځان سره يرغمل کړی و.

د سياټل ښاروال “ايډمرې” تېرو وسلوالو بريدونو ته په اشارې و ويل: داسې ښکاري، چې سياټل يو ځل بيا د وسلوالو بريدونو ښکار شو.
د وسلوال بريدګر هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی.
د امريکايي رسنيو له قوله سياټل پيسيفيک د عيسايي مذهبو يو خصوصي پوهنتون دی او شاوخوا څلور زره عيسايي محلصين په کې زده کړې کوي.
تېر کال اپريل مياشت کې هم د سياټل پوهنتون ليليه کې يو وسلوال بريد کې پنځه محصلين وژل شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې دې ورستيو کې د امريکا سوداګريزو او تعليمي مرکزونو کې د وسلوالو بريدونو پېښې زياتې شوي او تر اوسه په کې ګڼ شمېر محصلين او عام خلک وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x