له افغان سولې یې د ملا ژرنده جوړه کړې

لیکوال: بدر ځلاند

څه موده وړاندې طالبانو د امریکا ولس او سیاسي کارپوهانو ته د سولې په اړه یو پرانیستی لیک ور ولیږه.

طالبانو لیک په داسې وخت کې امریکایي ولس ته ولیږه چې د امریکا د تاریخ ناپوهه او سرتمبه ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د پیچلې جګړې لپاره تازه ستراتیژي اعلان کړې وه.

داچې جنګي ستراتیژي باید د سیمې د حالاتو په ارزونه، او جګړيېز تکتیک ته په کتلو سره د پوځي چارو د کار پوهانو له لوري جوړه شي.

برخلاف ډونالډ ټرمپ چې عمر یې په پارکونو او سینما ګانو کې تیر کړی وو د دې پیچلې جګړې ستراتیژي د ستیج په سر اعلان کړه او نور سپینې ماڼۍ ته بیرته ننوت.

د ډونالډ ټرمپ ړانده مریدان یادې ستراتیژي ته دومره بیړې واخیستل چې نور یې له طالبانو سره د سولې له خبرو وچ انکار وکړو او ټولو په یو ځای د طالبانو د ورکیدو خیال پلوونه شروع کړل.

داچې ټرمپ او مریدان یې ټول خیالي مفکران، خیالي ډګروالان، او ادارې یې هم له خیالي سرتیرو ډکې وې، په لنډ وخت کې یې د ټرمپ په جوړه شوې ستراتیژي کې پښې ونښتې .

کله چې پدې پوی شول چې ستراتیژي یې د افغان ولس په مقابله کې ناکامه شوه نو د ولس غولو په خاطر یې له سره د سولې غولونکې پروسه بیا شروع کړه.

امریکا او د ستراتیژي قراردادیان یې چې په ریښتونې سوله کې د ځان تاوان ویني ،دوی فکر کوي چې طالبان به هم د ګلبدین حکمتیار په شان په تش اخور وغولوي او د طالبانو له جګړې نه په لاس اخیستو سره به خپل پلانونه په منځنۍ اسیا کې په ارامه فضاء کې پر مخ یوسي.

خو طالبان چې د سیاسي ځیرکتیا په مټ تل غواړي داسې ریښتونې سوله راولي چې په هغې کې افغان ولس ته امنیت او د افغانانو هر اړخیز استقلال په نظر کې نیول شوی وي .

مګر امریکا او ملګري یې چې یو طرف سولې ته مجبوره دي او بل طرف یې په ریښتونې سوله کې د څه باندې یوې نیمې لسیزې خواري عبث کیږي نو له سولې یې د ملا ژرنده جوړه کړې او خپل منځ کې یې یو تر بله حواله کوي.

طالبان ریښتنې سوله غواړي او د رښتونې سولې لپاره یې څوکاله مخکې لا په قطر کې د سولې دفتر خلاص کړی.

خو امریکا او د ستراتیژي اُجرتي قرار دادیان یې بیا د سولې په اړه هر یو د خپلې خیټیالوژي موافق ضد اونقیض څرګندونې کوي.

ولسمشر غني بې قید اوشرط سولې ته ځان تیار بولي خو بیا سوله د جګړې په ډګر کې لټوې.

اجرائیه ریس چې تعلیم نلري او د سولې په اړه یې دماغ خالي دي صرف د ولسمشر خبرو ته د تائید سر خوزوي
حکمتیار نابللی بیا ولسمشر ته د سولې په هکله طالبانو ته د څو ولایاتو ورکولو مشورې ورکوي.

عبدالرب رسول سیاف بیا د حکمتیار نظریه فاسده بولي او وایي چې که طالبانو ته کوم ولایات وسپارل شي هغه به دده په فکر د فساد په مرکزونو بدل شي.

رولا غني هم چې د ولسمشر په څیر په نیمه ژبه پښتو وایي کله کله د خبریالانو ترمخ د افغانستان په روانو حالاتو رڼا اچوي.

امریکا کله په پاکستان غږ وکړي چې طالبان دې سوله وکړي او کله یې په چین، او روسیه، ور تاوان کړي .کله بیا له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره سوله وکړئ.

کله بیا د اسلامي نړی له درباري ملایانو څخه د سولې په اړه د خپل فکر موافق فتواګانې غواړي.

کله بیا په مختلفو هیوادو کې له خپلو ځانونو سره په غونډو بوخت وي خو ترا وسه یې طالبان نه د سولې په نوم کومې غونډې ته وغوښتل او نه یې و پوښتل چې تاسې څه غواړئ، اخر ستاسو د جګړې بنیادي اهداف څه دي؟

خو په خپلو کې په خپله خوښه د سولې اړوند په واز کومي خبرې کوي.

پکار ده چې د سولې په اړوند طالبان په هره غونډه کې پراخ حضور ولري غوښتنې او نظریات یې بابیزه ونه ګڼل شي هله به د ملت ارمانونه او د سولې اميدونه را وټوکیږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د