دیني، سیرت او تاریخ

د قوم پرستۍ او تعصب حرمت د قرآن او آحادیثو په رڼا کې!

راټولونه: لطف الله یوسفزی

الله تعالى د قرآن کریم د (سُورَةُ النّجْم) په (۳۲) نمبر آیت کې فرمایي:

«فَلَا تُزَكُّوٓا أَنفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰىٓ»

ژباړه:

-د خپل نفس د پاكۍ دعوه مكوئ. همغه (الله تعالى) ډېر ښه پوهیږي چې، رښتينى پرهېزګار څوک دى.

له پورتني آیت شریف څخه د تعصب حرمت معلومیږي.

همدا رنګه الله تعالی د قرآن کریم د (سُورَةُ الرُّوم) په (۲۲) نمبر آیت کې فرمایي:

«وَمِنْ ءَايٰتِهِۦ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوٰنِكُمْ إِنَّ فِى ذٰلِكَ لَءَايٰتٍ لِّلْعٰلِمِينَ»

ژباړه:- او د هغه له نښانو څخه د اسمانونو او ځمکې پيدايښت او ستاسې د ژبو او رنګونو بېلا بېلوالى دى. په باوري ډول پدې کې د پوهانو لپاره ډېرې نښانې دي.

علماء کرامو لیکلي چې، د رنګونو او ژبې د اختلاف مقصد دا دی، چې مخلوق د الله تعالی د دغه ستر خلقت او حکمت څخه استفاده وکړي چې، په ایمان بالغیب کې یې ښه زیاتوالی او محکموالی راشي. مګر افسوس مخلوق د دې پر ځای چې عبرت او پند ترې واخلي، په سخته ګناه کې مبتلا دی.

همدا رنګه الله تعالی د قرآن کریم د (سُورَةُ الحُجرَات) په (۱۰) نمبر آیت کې فرمایي:

«إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ»

ژباړه:- مؤمنان خو يو د بل سره وروڼه وي؛ نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم کړئ، او له الله څخه ووېرېږئ، هيله ده چې پر تاسې رحم وکړاى شي.

مطلب دا چې د اسلام له برکته قومي، نژادي، وطني، لساني او د رنګ له امله فرق هیڅ اعتبار نلري. بلکي که د الله تعالی په دربار کې مقبول عمل وي او بس.

په یوه حدیث شریف کې راغلي:

حضرت جبیر بن مطعم رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې، ویي وفرمایل:
“لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ” (رواه ابوداود)

ژباړه:- څوک چې عصبیت یعنې (قوم پالنې) ته دعوت چلوي، یا د عصبیت لپاره جنګیږي او په دغه تعصب باندې مړ شي، دا زمونږ له ډلې څخه نه دی.

که نور هیڅ بل حکم نه وای بس همدغه یو روایت هم د تعصب د حرمت لپاره کافي وو. دومره سخت وعید پکې راغلی دی چې، په اوریدو یې د انسان عقل په حیرت کې واقع کیږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعصب په هکله یوه داسې جمله ویلې ده چې، هر عاقل له لږ فکر کولو وروسته دې نتیجې ته رسیدلای شي چې، د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له دې عمل څخه څومره نفرت کېده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَة”

یعنې: دا د تعصب او قوم پالنې خبره پریږدئ، دا بدبویه نعره ده.

رسول الله د تعصب نظریه څنګه وځپله؟

که په سیرة النبي باندې ځغلنده کتنه وکړو؛ نو مونږ ته به دا واضحه شي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهلیت تعصب د ختمولو او اسلامي اخوت د ترویج لپاره داسې اساسي اقدامات وکړل چې تاریخ یي مثال نلري.

لکه:

۱- د مهاجرینو او انصارو تر منځ د مواخات رامنځته کول او د ورورګلوۍ فضاء جوړول.

۲- حضرت بلال رضی الله عنه چې، یو غیر عرب و مؤذن جوړول.

۳- حضرت سلمان فارسي، صهیب الرومي او نورو عجمو صحابه کرامو ته پرته له تبعیض او توپیر څخه په لوړ منزلت قائلیدل.

۴- د عربو د بیلابیلو قبیلو تر منځ پخوانۍ دښمنۍ ختمول، هغوی ته قومي او قبیلوي عصبیت د یوه جاهلانه مرض په حیث معرفي کول او هغوی ترې منع کول.

۵- د هر قوم، رنګ، ژبې او سیمې سره د تړلیو صحابه کرامو سره یو شان چلند کول او د تبعیض فتنه محو کول.

د تعصب تاوانونه په لاندې ډول خلاصه کولای شو:

۱- الله تعالی پرې ناراضه کیږي.

۲- د هر راز ترقۍ مخه نیسي او د خپل منځنۍ منازعات رامنځته کوي.

۳- د نورو قومونو سپک ګڼل چې، سخت ناروا کار دی.

۴- د متعصب شخص ملګري او متعلقین کم وي.

۵- متعصب هر وخت پریشان او غمګین وي؛ ځکه د نورو خلکو په نعمت کې اوسیدل یې ځوروي او زړه خوري.

ګرانو ورونو او خویندو!

زمونږ په هیواد کې قومي، لساني او منطقوي تعصب ته ډېره لمن وهل کیږي او د خلکو تر منځ دغه جاهلانه فتنه په خورا چټکۍ سره مخ پر زياتېدو روانه ده، موږ باید لمړی له دغې فتنې څخه خپل ځان وژغورو او بیا ترې نور مسلمانان وروڼه هم خبر او منع کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ګران وروره! ډېره مننه ستاسی د پورتنۍ ښکلی او ګټوری لیکنی څخه. هیله ده چه زموږ د ژمی په موسم کی په یخو اوبو استنجاء او د دوبی د ګرمو او اوږدو ورځو د روژو اجر پدې تباه کوونکو تعصبونو زائل نشی. ایمان تر کاڼی کلک او تر ګُل نازک دی. ایمان حتی د لویو ګناهونو او معصیتونو د ترمیم او رغوَنی استعداد شاید ولری خو که په قومی- تباری-عشیرتی- سمتی- نژادی-فرهنګی او ….. مکروبونو مبتلاء شی نو د ترمیم او رغونی چاره او علاج ئې ډېر سخت تمامیږی. ټول ګناهونه فقط بشری جنبه لری خو د قومی تعصب ریښه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مونږ د لیکنی سره بوره توافق درلود مګر د غلام حضرت صاحب د تبصری له مخی څه را په یاد شو چه ورسره زیات یی کړم : کمونستی او کاپیتالیستی دواړه اقتصادی سیستمونه یا نظامونه دی دا چه څومره سم یا ناسم جلا بحث ته اړه لری . مګر نشنلستی ( وطن پرستی ) کوم نظام یا سیستم نه دی د ټولنیز جوړښت د ویشلو د باره یوه مهمه او خطرناکه وسله او وسیله ده ، عادی وخت کی یی خبیثه بدن بوی نه کوی خو کله چه هماغه کمونستی یا کاپیتالیستی سیستم په عملیاتو یا ښکار کولو کی بوخت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x