اخترـ هرات ارشيف انځور

د ماشومانو د جزاء ښکلي تګلاره

ژباړه: عبدالجبار مطمئن

ډيره ښه تګلاره

(داسي تګلاره چې د جزاء اړونده جګړه د ماشوم او والدينو له منځه اخلي او د ماشوم او د هغه د خطا تر منځ يې پريږدي)

ته به وايې څنګه؟… ومنه چې ډيره عجيبه ده! هرومرو يې يوځل دا کړنلاره عملي کړه او دا متن تر پايه ولوله…

دا تګلاره د کورنيو د سلامشوري يو ستر پوه (ډاکټر جاسم) ليکلي او پلي کړي يې ده. دی وايې: يوه ښځينه مي دفتر ته راغله او خورا له خپلو زامنو ګيلهمنه ښکاريده ويل يې: دوه زامن لرم چې يو يې د (۶) او بل يې د (۹) کلونو دي زه يې په ډيرو جزا ګانو ستړي کړي يم خو له ربړونو او جزاګانو مي هيڅه ګټه نده پورته کړي، نه پوهيږم څه وکړم؟

ما ورته وويل: آيا تا تر اوسه (د جزاء د غوراوي تګلاره) پلي کړي ده؟

هغي وويل: زه له داسي يوي تګلاري سره اشنا نه یم. ستا موخه څه ده؟

ما ورته وويل: مخکي له دي چې دا تګلاره درته بيان کړم غواړم په دي پوهه شي چې د ماشومانو د تربيې لپاره يو ستر قانون شته چې په هغه بايد لمړی ځان پوه کړي. هغه دادی چې د ماشوم د ژوندانه په هر پړاو کې د هغه د تأديب او تربيې بيلابيلي تګلاري شته، ماشوم چې هرڅومره غټېږي نو والدين يې نورو تازه تګلارو ته اړتيا پيداکوي ترڅو يې دهغوي په وړاندي د تربيې لپاره وکاروي، خو (د جزاء د غوراوي تګلاره) يوه داسي تګلاره ده چې د هر عُمر ماشومانو ته مناسبه ګڼل شوي او پايلي يې مثبتي ختلي دي.

مخکي له دي چې په دي تګلاري عمل وکړو بايد لمړی په دي پوه شو چې آيا ماشوم دا خطاء د ناپوهۍ له مخي کړي او که يې په پوره پوهه د قصد او هوډ له مخي کړي؟! او دا پړاو ددي لپاره دی چې تربيه ګټمنه پريوځي.

که داسي وي چې ماشوم د ناپوهۍ له مخي يوه خطاء کړي وي او د غلط کار هيڅ هوډ يې هم پکي ترسترګو نشي نو تأديب او جزاء ته هيڅه اړتيا نشته، يواځي دغه بس ده چې په خپله کړي خطاء يې پوه کړو.

او که يوه خطاء څو ځلي تکرار شوه او يا په قصدي توګه تر سره شوه نو دداسي ماشوم د تأديب لپاره ډول ډول تګلاري شته چې له هغي جملي نه: ماشوم په لنډ مهاله توګه له ځينو امتيازاتو محرومه کول، په تروش تندي ورته کتل، پرته له دي چې جسم یې وزورول شي او يا ووهل شي…

ددي تګلاري چل داسي دي چې له ماشوم نه و غواړو ترڅو يواځي کښيني، سوچ وکړي او د خپلي کړي خطاء په بدله کې په (۳) یا څو جزاء ګانو کې د ځان لپاره يوه غوره کړي د بيلګي په توګه: اول: په دغه اونۍ کې د ملګري نه ليدنه، دویم: يوي ورځي لپاره د تلفن نه کارونه، دریم: د پلار په څنګ کې نه بدیدل څلرم: د جمعي په ورځ ماځیګر د پلار سره پارک نه تلل، پنځم: د کور وړه باغچه اوبول شپږم: سهار وختي له نانوايې نه ډوډي راوړل او يا نوري دغه رقم جزاء ګاني چې يوه کوچني ته ورپه ګوته کېږي ترڅو يوه پکي غوره کړي او موږ يې پري پلي کړو.

يوه بله خبره دلته شته هغه دا ده: کله چې د جزاء لپاره يوه کړنه غوره کېږي نو اړينه ده چې دومره ساده او اسانه نه وي لکه؛ يو ګړی چپ پاته کيدل، ويده کيدل، د خپلي کوټي پاکې او صفايې کول، یوه سلواغه اوبه راکښل، ځکه چې جزائي غوندي کړنه بايد لږ څه ستونځمنه وي.

زه ډيری داسي کورنی پيژنم چې دغه تګلاره يې پلي کړي او ګټه يې تري پورته کړي او ستونزي يې پري هواري شوي دي. دا ځکه چې ماشوم د پوره سوچ او ژور فکر وروسته خپله جزاء پخپله ټاکي، نو په دغسي حالت کې ذهني جګړه د ماشوم او خطاء ترمنځ راپيښېږي نه د والدينو او ماشوم ترمنځ، ماشوم دغه جزاء د خپل کړي (خطاء) پایله ګڼي او په پايله کې د ميني هغه اړيکه چې د پلار او ماشوم ترمنځ او يا د مور او ماشوم ترمنځ ده هيڅکله نه خړه پړه کېږي. او له بلي خوا ددغي خطاء د بيا پيښيدلو سلنه د ناشونتيا تر بريده کښته کېږي.

او په عين وقت کې د ماشوم د شخصيت درناوی هم کېږي او مونږ پرته له دي چې هغه ته سپکي او سپوري وکړو او يا يې د شخصيت توهين وکړو د هغه خطاء ته يې پام ور اړوو.

هغي په اعتراضي توګه وويل: خو کيدي شي کله داسي جزاګاني غوره کړي چې زما خښم نه پري کښيني او زړه مې نه پري سړېږی؟

ما ورته وويل: موږ بايد د تأديب او تعذيب فرق وکړو، د تاديب موخه داده چې د يوه ماشوم کردار او سلوک سم شي، اخلاق يې و رغول شي چې دا چاري ژور زغم، پراخي سيني، اوږد مهاله پلان او پرلپسي هڅو ته اړتيا لري.

خو که موږ د هري خطاء په کولو سره پري چيغي کړو او سخت يې ووهو نو دا خو (تأديب نشو تعذيب) شو.

په غمجنۍ ويلي شم چې نن سبا واړه ماشومان چې کله کومه خطاء کوي نو د هغوي د خطاء په اندازه نه وهل کېږي بلکه د پلار او يا مور د خښم د کيښينستو تر بريده وهل ټکول کېږي، ځکه پلار يا مور په دي وخت کې سخت غوسه دي او د خپلي غوسي ژور فشار پري راځي او د خپل اعصابو کنټرول له لاسه ورکوي. نو همدغه لامل دی چې هره ورځ ماشوم ته له سختي شکنجي سمدلاسه ورسته په زړه کې سخت پښيمانه کېږو.

بيا مي ورته وويل:

يوه بله ډيره ارزښتناکه خبره دا چې کله خپل اولاد ته وايې ولاړشه او په يواځيتوب کې په دغه (۳) جزاګانو کې سوچ وکړه چې په تاباندي یوه پلي شي. دغه خپله د پيليدو وړاندي يو ډول تأديب دی، ځکه په دي وخت کې ماشوم د خپل ځان سره د خبرو موقع پيدا کوي چې ما نن يوه خطاء کړي او د هغي په وړاندي د جزاء وړګرځيدلي یم او اوس دا جزاء راکول کېږي. نو په ښکاره توګه دغه اشتباه کړنه چې نن تري شوي بار بار دده په ذهن کې راګرځي او ښه سوچ پري کوي چې څنګه وشوه او له کومه ځايه پيل شوه او ولي وشوه؟ کله چې د خطاء ټول اړخونه وسنجوي او پوره سوچ پري وکړي نور نو له دغسي خطاء نه بلکل ډډه کوي.

هغي وويل: والله چې ‌ډيره ښکلي تګلاره ده زه به يې خاماخا پلي کوم او پايله به يې ګورم. ما ورته وويل: ما پخپله تجربه کړي خورا ګټمنه پريوتي او نورو ډيرو کورنيو ته مي هم ښودلي او ټولو ښي ګټي تري پورته کړي دي.

خطاکونکی ماشوم ته ترهغي په درناوي ګورئ ترڅو چې غواړئ تربيه او تاديب يې کړئ او که مو کله د تأديب هوډ نه درلود او يواځي مو د خپل خښم کښينول او د هغه تعذيب غوښت، نو بيا لاري يې تاسي ټولو ته ښي مالومي دي.

هغه ولاړه، او يوه مياشت وروسته بيا راغله او راته ويل يې‎: ډاکټر صاحب دا تګلاره زما پر بچو ښه ولګيده او اوس زه هم خورا ورسره هوسا يم، ځکه اوس هغوي خپله جزا غوره کوي او ماته د ګرم (ملامت) په سترګه نه ګوري. زه ستاسي د دي تګلاري په هکله ستاسي نه مننه کوم.

خو غواړم درنه وپوښتم چې تا څه رنګه دغه ښکلي تربيتي تګلاري وموندله؟؟

ما ورته وويل: ما د تاديب لپاره له قرآني تګلاري کار واخيست. هغه داسي چې لوي څښتن تعالي(ج) چې کله غواړي کوم ګنهګار او يا خطاکار تأديب کړي نو پوره دري اختيارونه ورکوي. د بيلګي په توګه په کِفاره کې د قسم (لمړي بايد يوه مسلمان غلام آزاد کړي که نه وي بيا دي (۱۰) غريبانو ته ډوډي او يا جامي ورکړي او که نه وي نو دري روژي دي پرلپسي ونيسي. نو چې ما کله وليدل په اسلامي شريعت کې خطاکارانو ته دري اختيارونه ورکول کېږي نو ښکاره ده چې دغه ښه تګلاره ده ځکه چې الهي تګلاره ده.

هغي وويل: نو دا يوه پوره قرآني تربيتي تګلاره ده

ما ورته وويل: هو په قرآن او سنت کې د انسانانو ( مشرانو کشرانو ښځو او نارينو) د ښه سلوک او غوره کړنلارو او نيکو اخلاقو د جوړولو لپاره خورا ډيري په زړه پوري تربيتي تګلاري شته چې په ځانګړي توګه ماشومانو ته خورا په اسانه توګه نيکه تربيه ورکوي. ځکه دلته د انسان تربيه کونکي د هغه پيدا کونکی دی، هغه(ج) ښه پوهېږي چې کومه تګلاره د انسان د تربيې لپاره تر ټولو ښه ده نو ځکه ما دا قرآني بريالۍ تګلاره خپله کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د