نظم: ازادۍ ازادۍ!

جوادمل

وایه څو سرونه لا سي نور درته زندۍ؟
لا به يې ترڅو پوري له موږ څخه پردۍ؟

وایه ګل زلمو ویني درنه کړې بیا هم لاړې ته؟
څو د ناوکیو پېزوانونه لا نور غواړې ته؟
نه یو پوه په خپل ژوند نه په غم نه په ښادۍ

وایه ستا راتللو ته لا څومره مېندي بوري سي؟
لا مو پر هډونو باندي ماتي څومره توري سي؟
نه خلاصیږو ولي د بدماشو له بدی؟

خیر بیا مو هم خپل حوصله له وس بهر نه ده
ژاړو رب ته وېره مو له مرګ او له پرهر نه ده
مخ ستا پر دښمن د شازلمو غشي لیندۍ

بسته نوره راسه د یاقوتو غمي مه غواړه
نه دي پرېږدي دا له ګلو ښکلي زلمي مه غواړه
مړې د مظلومانو حوصلې کړه را ژوندۍ

ورکه غلامي سه یا ژوندون ډک له غیرت ښه دی
یا د شهادت مرګی دي راکړي بشارت ښه دی
ډېر پخوا همدا درس “جوادمل” ویلی دی

تبصرې (1)