سعيد بن عامر جمحي رضی الله تعالی عنه

amir_jomheسعيد بن عامر جمحي رضی الله تعالی عنه ،له هغو زرګونو خلګو څخه يو تن وو ، چي د قريشو د سردارانو په بلنه د مکې د باندي د تنعيم سيمې ته وتلی وو، ترڅو د حضرت محمد ﷺ د يو ملګري خُبيب بن عدي و مشهد ته حاضر شي ، چي دوي له غدره وروسته پرې بريمن شوي وو.
نوموړي ته خپلې پياوړې ځوانۍ د دې توان وربښلی وو، چي خلګ په اوږو پوري وهي ، آن چي د قريشو له مشرانو لکه ابوسفيان بن حرب ، صفوان بن اميه او داسي نورو سره د دې ننداې لپاره په اول سرکي ودريږي ،نوموړي د دې تلوسه درلوده چي د قريشو اسير په ولچکو کي بند په داسي حال کي وويني چي ميرمنې ، کوچنيان او زلميان پرې راټول وي او د مرګ ساحې ته يي ټيل وهي ، ترڅو له حضرت محمد ﷺ  څخه د ده په وژنه غچ واخلي ، او بل داچي په بدر کي د دوي د مقتولينو بدله ورڅخه واخلي.
کله چي هغو سترو ډلو خپل ذکر شوی اسير هغه تون ته ورساوو ، چي د ده د وژلو لپاره يي اراسته کړی وو؛ نو ځوان سعيد بن عامر ، ودريد او خپله دنګه غاړه يي د خُبيب د ليدلو په نيت په داسي مهال کي ورجګه کړه چي نوموړي يي د پانسۍ لرګي ته را وړاندي کاوو، نوموړي د ميرمنو او کوچنيانو د چيغو او زوږ په مينځ کي د اسير ډاډه ، هادي ږغ واوريد ، چي ويل يي: که مو زړه وي اجازه راکړئ ترڅو تر وژلو وړاندي دوه رکعته لمونځ اداء کړم.
وروسته ده ورته کتل چي خُبيب قبلې ته مخامخ ودريد ، دوه رکعته لمونځ يي وکړ ، د ښه والي او اتمام خبرې يي نو مه کوه، وروسته ده وليد ، چي د قريشو مشرانو ته يي مخ راستون کړ او ورته ويي ويل: قسم په خداي ﷻ  که چيري دا خبره نه واي چي تاسو به ګمان وکړئ، چي ګواکي د مرګ له  د ويري له کبله مي لمونځ اوږد کړ؛ نو مابه ډير اوږد لمونځ کړی واي.
وروسته سعيد د سرپه سترګو خپل قوم ليدی چي دوي د خُبيب د تن غړي په ژوندونې پريکول ، دوي د ده د تن غړي په داسي حال کي يو په بل پسې پريکولو ، چي ورته ويل يي؛ آيا ته داخوښوې چي ته خلاص واي او ستا پرځاي حضرت محمد ﷺ  په دې وير اخته واي؟
نوموړي په داسي حال کي چي وينې ورڅخه څڅيدې ويل: زما دي قسم په خداي وي که زه دا غواړم چي زه دي په خپل کور او کهول کي په امن يم او په محمد ﷺ  دي يو اغزی هم جګ شي، خلګو لاسونه په فضا کي هسک کړل ، او داسي نارې يي پورته سوې ؛ ويي وژنئ ، ويي وژنئ!!
وروسته سعيد بن عامر خُبيب په داسي حال کي هم وليد چي د پانسۍ پر لرګي ي پاس سترګې د آسمان لورته پورته کړې وي او ويل يي؛ ای خدايه ! يو، يو شمارکړې، ټول له يوه مخه هلاک کړي ، او يو هم مه پاته کوې ، وروسته يي خپله وروستۍ ساه په داسي حال کي ورکړه چي تر شمير زيات د توروو او نيزو زخمونه يي پر بدن خوړلی وو.
قريش بيرته مکې ته راستانهشول او د سترو  سترو پيښو په بهير کي يي خُبيب او د ده مشهد هير کړل ، خو د تاند ځوان سعيد بن عامر له زړه څحه خُبيب يو ګړی هم نه وتی.
چي کله به ويده شو ، په خوب به يي ليدی ، او که به ويښ وو؛ نو په خيال کي به يي اوسيدی ، په داسي حال کي به يي ترسترګو کيدی ، چي دپانسۍ په وړاندي به يي په ډاډه زړه سره دوه رکعته لمونځ کاوو، د خُبيب د ږغ هغه انګازه يي تل په غوږونو کي وه ، چي قريشو ته يي ښيرا کوله ، له نوموړي سره به داويره تل مل وه، چي يابه تندر پرې رالويږي او يابه له آسمان څخه پرې ډبرې اوري.
خُبيب سعيد ته هغه څه وروښودل چي تر دې وړاندي يي نه وو زده ، دايي وروښوده چي ريښتونی ژوند، عقيده او د مرګ تر ورځې دعقيدې په لاره کي جهاد کول دی، او دايي هم ورزده کړل چي راسخ ايمان عجائبې او معجزې کوي.
يو يي بله څه هم وروښودل هغه داچي  کوم کس چي د ده ملګری ، او دومره بې کچې مينه ورسره لري داد آسمان له لوري يو تائيد شوی نبي دی ، په دي وخت کي خداي ﷻ  د سعيدبن عامر سينه د اسلام لپاره پرانيستله د خلګو په ډله کي ولاړسو، د قريشو له ګناهو او نادودو يي د برائت اعلان وکړ، او د دوي له بتانو او جرائمو يي توبه وايسته ، د خداي ﷻ په دين کي داخل شو.
سعيد بن عامر مدينې ته هجرت وکړ، له رسول الله سره هستوګن شو او له ده سره خيبر او تر هغه په وروسته غزاګانو کي يي ګډون وکړ، کله چي نبي کريم ﷺ  د رب جوار ته انتقال کاوو، له ده څخه راضي وو، او نوموړی له هغه وروسته د ده دوو خليفه ګانو ابوبکر او عمر رضی الله تعالی عنه د لاسو لوڅه توره وه، نوموړي يو داسي ځانګړي او مثالي ژوند وکړ او د هغه مؤمن لپاره يو مثال وو، چي په دنيا سره يي دين اخيستی وي ، د خداي ﷻ خوښي او ثواب يي د نفس تر ټولو غوښتنو او د تن ترټولو شهوتونو غوره وبلله .
د رسول الله ﷺ  د واړو خليفه ګانو ته د سعيد بن عامر رضی الله تعالی تقوی او ريښتنولي معلومه وه ، د ده نصيحت ته يي غوږ نوه او د ده خبره يي منله ، نوموړي د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د خلافت په اوائلو کي اميرالمؤمنين ته ورغلی او ورته ويي ويل؛ ای عمره ! زه درته دا وصيت کوم چي د خلګو په اړه له خداي ﷻ  څخه وويريږه ، او د خداي ﷻ  په اړه له خلګو څخه ويره مه کوه ، خپل قول دی ، بايد له فعل سره مخالف نه وي ځکه غوره وينا هغه ده چي فعل يي تصديق وکړي.
ای عمره ! د هغو ليري او نژدې مسلمانانو په اړه فکر کوه چي لوي خداي ﷻ  يي مسؤليت درسپارلی دی ، هغه څه ورته خوښوه چي ځان ته يي خوښوي او هغه څه دوي ته هم بد ګڼه چي خپل ځان او خپل اهل ته يي بد ګڼي ، د خداي ﷻ  په لاره کي هرې سختې ته ور وړاندي کيږه او د ده په لاره کي د ملامتيا ويونکي له ملامتياڅخه ويره مه کوه.
حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ورته وويل: ای سعيده ! د دې وس څوک لري؟! ده  ورته وويل: د دې وس داسي څوک لري لکه تاغوندي چي خداي ﷻ د حضرت محمد ﷺ  د امت چاري ورترغاړه کړې وي ، د ده او د خداي ﷻ تر مينځ بل هيڅوک نه وي.
په دي وخت کي حضرت عمر رضی الله تعالی عنه سعيد ته د خپل وزير د دندې سپارښتنه وکړه او ويي ويل : ای سعيده ! موږ تا د حمص د والي په حيث ټاکو ، ده ورته وويل : ای عمره ! د خداي ﷻ  روي درته نيسم چي په همدې فتنه کي مه مه اچوه ، حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ته غصه ورغله او ويي ويل : خوار شئ تاسو زما غاړې ته دا کار اچوئ او وروسته ځان راڅخه ژغورئ!! زما دي په خداي ﷻ قسم وي که دي پريږدم ، ورسته يي د حمص والي کړ ، او ورته ويي ويل : معاش درته مقرر کړم ؟ ده ورته وويل: ای اميرالمؤمنينه! په هغه به څه کوم، له بيت المال څخه چي زما کومه ونډه ده ، هغه زما تر اړتياوو زياته ده ، وروسته حمص ته ولاړ.
ډيری ورځې لانه وې تيرې سوې چي اميرالمؤمنين ته له حمص څخه ځيني داسي خلګ راغلل چي پرې باوري وو، ده ورته وويل: ماته ستاسود مسکينانو نومونه وليکئ ، ترڅو د دوي اړتياوې ورپوره کړم ، دوي ليک ورته وسپاری په هغه کي ليکلي وو، فلان ، فلان او سعيد بن عامر ، اميرالمؤمنين وويل: سعيد بن عامر څوک دی ؟ دوي ورته وويل: زموږ امير ، اميرالمؤمنين ورته وويل: ستاسو امير فقير دی؟ دوي وويل: هو! قسم په خداي ﷻ  ډيرځله  پرده اوږدې ورځې داسي تيريږي چي د ده په کور کي اور بل سوی نه دی ، حضرت عمر رضی الله تعالی عنه دومره  وژړل ، آن چي په اوښکو يي ږيره لنده سوه ، وروسته يي زر ديناره را واخيستل په کڅوړه کي واچول او ويي ويل : زما له لوري ده ته سلامونه وواياست او داهم ورته وواياست چي اميرالمؤمنين تاته دامال د دي په منظور راليږلی ترڅو خپلې اړتياوې پرې پوره کړې.
وفد د روپو کڅوړه راوړه ، ده چي ورته وکتل په هغه کي دينارونه وو، نوموړي په داسي حال کي چي له ځانه يي ليري کول ،ويل: انالله وانااليه راجعون
داسي ښکارېدله لکه يوه پيښه چي ورسوې وي، او يايي سيمې ته يو ناورين اوښتی وي، ميرمن يي په بيړه او وارخطايي سره راجګه سوه ، او ويي ويل: ای سعيده ! څه پيښه ده ؟ آيا اميرالمؤمنين وفات کړی ؟ ده وويل: تردې هم ستره پيښه شوې ، دې وويل: آيا مسلمانان په يو ستر ناورين کي لوېدلی ؟ ده وويل: تردې هم ستر څه دي، دې وويل: تردې لويه پيښه به څه وي؟ ده وويل: ماته دينار راغلي چي آخرت مي راخراب کړي ، په کور کي فتنه را واچوي ، دې وويل: ځان ورڅخه خلاص کړه – هغه په درهمو هيڅ نه وه خبره –  ده ورته وويل: ته په دې هکله مرسته راسره کوې؟ هغې ورته وويل: هو!  نوموړې هم درهمونه په کڅوړو واچول ، او پر فقيرانو يي وويشل.
پردې خبره ډير وخت لانه وو تير سوی چي حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د شام سيمې ته ولاړ ، ترڅو د شام په اوضاع له نژدې خبر شي ، کله چي حمص ته ورغلی- حمص ته به خلګو کوفګی وايه – حمص يي ځکه له کوفې سره تشبيه کاوو، چي خلګو به کټ مټ د کوفې د خلګو په ډول له خپلو واليانو څخه سرټکونه کوله ،کله چي نوموړي هلته واړول ، د حمص خلګ د ستړې مشې لپاره ورته راغلل ، ده ورته وويل: تاسو خپل امير څنګه بولئ؟!
دوي يي شکايت ورته وکړ، د ده څلور کارونه يي ورته بيان کړل چي هر يو تر هغه بل ډير ستر وو، حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وايي: مادوي او دی سره يوځاي کړل له خداي ﷻ  څخه مي وغوښتل چي په هغه ګمان کي مي دي نه شرموي چي ما د ده په اړه کړی وو، ځکه زه پرده ډير باوري وم، کله چي سهار سو، دوي او د دوي امير زما په وړاندي حاضر شول ، ماوويل: تاسو له خپل امير څخه څه شکايت لرئ؟ دوي وويل: تر هغو موږ ته نه راوزي ترڅو چي لمر ښه راپورته نه شي، ماوويل: ای سعيده! په دې کي څه وايې؟ دی لږ وخت چُپ پاتي وو، وروسته يي وويل: والله ما دا بده ګڼله چي چاته دا حال ووايم ؛ خو اوس مي چاره ورڅخه نشته ؛ نو زما د کور خادم نشته زه هر سهار خپل کور اوړه  لندوم ، بيا ورسته لږ انتظار ورته کوم چي خميرهشي ، ډوډۍ ورڅخه پخه کړم ، وروسته اودس تازه کړم او خلګو ته را ووزم.
حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وايي: مادوي ته وويل: بل څه شکايت ورڅخه لرئ؟
دوي وويل: د شپې له لوري هيڅ چاته هم نه راوزي.
ماورته ويل: ای سعيده ! په دې کي څه وايي؟
ده وويل: والله ماد دې ښکاره کول هم نه غوښتل ؛ خو … ما ورځ د دوي او شپه د خداي ﷻ لپاره ګرزولې ده .
ماورته وويل: بل څه ګيله ورڅخه لرئ؟
دوي وويل: په مياشت کې يوه ورځ بيخي نه راوزي.
ماورته ويل: ای سعيده داڅه خبره ده ؟
ده وويل: اميرالمؤمنينه ! خادم مي نشته او له دې اغوستو جامو پرته نورې جامې هم نه لرم ، زه هغه په مياشت کي يوځل پرېولم او تر وچېدو پوري ورته منتظر يم ، بيا د ورځې په وروستۍ برخه کي راوزم.
ما بيا ورته وويل: بل څه شکايت ورڅخه لرئ؟
دوي وويل: کله چي راغلی ، له هغه مهال څخه بيا تر اوسه بې هوښه کيږي اوڅوک چي په مجلس کي ورسره ناست وي له هغو ګوښه سي.
ماورته وويل: ای سعيده ! دابيا څه خبره ده ؟
ده وويل: زه چي مشرک وم ، د خُبيب بن عدي رضی الله تعالی عنه  مشهد ته حاضر شوی يم او قريش مي وليدل چي د ده دتن غوښې يي په داسي حال کي غوڅولې چي ورته ويل يي: آياته غواړې چي محمد ﷺ  ستاپرځاي وي؟ ده به ويل: والله که مي زه دا خوښوم چي زه دي په خپل کور کي له خپلو بچيانوسره په امن ناست يم او په محمد ﷺ دي يو اغزی جګ شي، قسم په خداي ﷻ  چي کله ماته هغه راياد شي چي مايي څرنګه مرسته ونه کړه ، سمدستي په خيال کي راشي چي خداي ﷻ  به مي ونه بخښي ؛ نو بې هوښه شم.
په دې وخت کي حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وويل: حمد دي ، هغه ذات لره چي زما ګمان يي د ده په اړه باطل نه کړ ، وروسته يي زر ديناره  په دې منظور وروليږل ، ترڅو خپلې اړتياوې پرې پوره کړي ، ميرمنې چي يي کله دينارونه وليدل ورته ويي ويل: حمد دي وي هغه ذات لره چي موږ يي ستاله خدمت څخه بې پروا کړو، موږ ته اړين توکي واخله او يو خادم راته ونيسه ، ده ورته وويل: آيا تردې غوره څه دي نه دي په کار ؟ هغې ورته وويل: هغه څه دي؟  ده وويل: موږ به يي هغه چاته ورکړو چي په داسي وخت کي يي راکړې چي هغه مهال به موږ ډير ورته اړ يو، هغې وويل: هغه څوک دی؟ ده ورته وويل: خداي ﷻ  ته به يي قرض حسن ورکړو، هغې وويل: سمه ده نيکي دي په برخه شه .
له هغه مجلس څخه لانه وو ولاړ شوی ، چي دينارونه يي په کڅوړو کي واچول ، د خپلې کورنۍ يو تن غړی ته يي وويل: دا د فلاني کورنۍ کونډو ، د فلاني ټبر يتيمانو ، د فلاني کورنۍ مسکينانو او د فلاني کور ، ته وروړه .
خداي ﷻ  دي له سعيد بن عامر جمحي رضی الله تعالی عنه څخه راضي شي، نوموړی له هغو کسانو څخه وو چي تر ځان يي بل غوره کاوو، که به څه هم دی ډير اړ وو.
له (صور من حياة الصحابة) کتاب څخه :
مولوي ميرزامحمد شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.