افغانستان

كابل: د ډاکتر عبدالله پر ټاکنيز کمپاين چاودنې دوه تنه وژلي او شپاړس ټپيان دي

نن ټکی اسيا: د ولسمشريزو ټاکنو د مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله پر ټاکنيز کاروان چاودنه شوې.

ډاکتر عبدالله عبدالله ته نژدې سرچينې وايي، چې چاودنه هغه مهال وشوه، چې ډاکتر عبدالله، استاد محقق او زلمی رسول کابل ښار ميرويس ميدان اريانا هوټل څخه د راوتو په حال کې وو. د کابل د پوليسو مشر جنرال ظاهر رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې د ډاکتر عبدالله دوه ساتونکي وژل شوي او شپاړس يې ټپيان دي.

د ډاکتر عبدالله ټاکنيز دفتر تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې چاودنه د عبدالله پر موټريز کاروان وشوه، مګر عبدالله له دې چاودنې روغ وتلی او موټر يې زيانمن شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x