fbpx

سوريه: په غوطه کې د بمباريو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۱ سوو اوښتی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د سوريې په مشرقي سیمه غوطه کې د روسي او بشارالاسد د رژيم الوتکو او ځمکنيو عسکرو د عملياتو له امله لسګونه لوړپوړيزې ودانۍ نړېدلي او د رروانو جګړو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له يوولس سوو کسانو اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اوربند غوښتنې سربېره هم حکومتي او روسي الوتکو او عسکرو په غوطه کې بمبارۍ نه دي درولي او د دغې سیمې د نيولو لپاره يې په ګډه ځمکني عمليات هم جاري ساتلي دي.

له تېرو درې اونيو راهيسې په غوطه کې د روانو بمباريو او جګړو پر مهال د غوطه سيمې پنځوس سلنه خاوره له مخالفينو نيول شوې، خو پاتې پنځوس سلنه اوس هم د مخالفينو په مرکز بدل شوې ده.

د دغې جګړې ډېری قربانيان د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي وګړي دي.

په سوريې کې د بشري حقونو د څار ډلې او سره صليب ويلي، چې د بمباريو او جګړو له امله په غوطه کې بشري ناورين رامنځته شوی، چې له امله يې د سيمې خلک بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري، خو د سختو بمباريو او جګړو له امله دوی د دې توان نه لري، خو محتاجو او محاصره خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

وروستي راپورونه وايي، چې په حموريه، سقبا، او مسرابا سيمو کې د بمباريو له امله ګڼې لوړپوړيزې ودانۍ نړېدلي او په دغو ودانيو کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو وېره شته.

اې ايف پي خبري اژانس ليکلي، چې په يوې لوړپوړيزې نړېدلې ودانۍ کې يې يو زخمي ځوان ليدلی، چې د مور او پلار او درې خويندو په لټون بوخت و.

سور صليب او نورو مرستندويه ډلې وايي، چې د وقفې وقفې اوربند پر مهال يې د سيمې يو شمېر خلکو بشري اړينې مرستې رسولي، خو د سختو بمباريو او جګړو له امله د دوی د کارونو مخه نيول شوې او دوی نشي کولی، چې د خپلو کارکوونکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

د يادونې وړ ده، چې په سوريې کې د بشارالاسد د رژيم پر ضد د ولسي پاڅون راهيسې، چې دغه پاڅون په وسله والو نښو اوښتی له ۲۰۱۳ کال را پدېخو د سوريې د ډېرې برخې واک له بېلابېلو مخالفو ډلو سره دی او د دمشق غوطه سيمه کې د مخالفينو ستر مرکز بلل کېږي.

په دغه سيمه کې نږدې څلور لکه خلک اوسيږي، چې ډېری يې د جګړو له امله محاصره دي، ابتدايي بشري مرستو ته لاس رسی نه لري، تر اوسه له يوولس سوو زيات کسان په کې وژل شوي، له دوو زرو زيات ټپيان دي او د بشري حقونو د څار ادارې وايي، که د سيمې خلکو ته عاجلې مرستې ونه رسول شي، په غوطه کې بند نږدې څلور لکه کسان به د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د