په ایران کې د ترکيې الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د ترکيې يوه الوتکه د ایران په جنوب لويديځ کرد ښار کې نسکوره شوې، چې له امله يې يوولس کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه ترکۍ الوتکه له شارجې استانبول ته روانه وه.

ایراني رسنيو د چارواکو له خولې ليکلي، چې په دغه الوتکه کې د درې عملې په ګډون يوولس کسان سپاره وو، خو ځينو سرچينو ويلي، چې په الوتکه کې شل کسان سپاره وو.

د ایران تسنيم خبري اژانس د ملکي هوانوردۍ د يوه چارواکي له خولې ليکلي، چې لومړی په الوتکه کې اور لګېدلی و او دغه الوتکه له رادار څخه غيبه شوه، چې وروسته يې دوی ته د نسکورېدو خبر ورسېد.

ایراني رسنۍ وايي، چې د ستونزې له پېښېدو وروسته پيلوټ له رادار څخه د ټيټ پرواز غوښتنه کړې وه او دغه مهال الوتکه له پلازمېنې تهران څخه ۳۷۰ کيلومټره لرې د کرد ښار له غرونو سره لګېدلې او اور يې اخيستی دی.

د ټولنيزو رسينو فعالانو د الوتکې د نسکوري حالت انځورونه خپاره کړي او زياتوي، چې په سيمه کې د زياتو بارانونو له امله هوا کې ګرد او خړه زياته وه، چې له امله يې دغه ترکۍ الوتکه نسکوره شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د