ټولنیزه برخه

د یوه مهربانه ډاکټر له عبرت ډکه کیسه

یو اردنی شیخ ایاد القنیبي د خپل یوه ډاکټر ملګري کیسه کوي: زما ډاکټر ملګری ډیر تکړه او ورینی انسان دی، په وروستیو شپو ورځو کې د ینې د سرطان په ناروغۍ اخته شو، زما ملګری دیني عالم نه دی او نه په ښکاره د دیندارۍ کومه نښه لري لکه ږیره او… خو هغه ښه سړی دی، د خپلې ناروغي له درملنې وروسته ډاکټرانو ورته وویل: چې په دوایي سره دې درملنه نشي کیدلای ستا د ینې یوه برخه له کاره لویدلې ده باید د بل انسان د ینې یوه برخه درته ولګوو.

ده کیسه راته کوله چې ډاکټر مې راته وویل: ستا له کوم زوی نه به د هغه د ینې یوه برخه تاته ولګوو، او په ینه ورکوونکو انسانانو کې په سلو کې یو کیدای شي ومري او په سلو کې پنځه یې د ینې د خرابي په ناروغۍ اخته کیږې، ما ورته وویل: زه نه غواړم خپل زوی له داسې خطر سره مخامخ کړم، ډاکټر راته وویل چې بل کس به درته پیدا کړو ما ورته وویل چې د خپلو زامنو ژوند ته خطر نه خوښوم نو د خلکو زامنو ته یې هم نه خوښوم، ما په ټول ژوند کې هیڅ انسان ته ضرر نده رسولی نو اوس ولې د چا د ضرر سبب وګرځم، او د څه له پاره؟ ایا د دې له پاره چې څه موده نور ژوندی پاتې شم؟ نه دا نه خوښوم.

شیخ ایاد القنیبي وایي زما ډاکټر ملګري زیاته کړه چې وروسته راته معلومه شوه چې په چین او امریکا کې له مړو نه ینې ایستل کیږې او په پیسو پلورل کیږې، په چین کې اکثره له هغو خلکو ینه ایستل کیږې چې هغه په اعدام محکوم شوي وي او له اعدامولو وروسته ینه ورنه وایستل شي، نو د چین په دې ډول ترلاسه شوي ینه مې نشوه خوښه ځکه کیدای شي دا کس په ظلم سره اعدام شوی وي او له امریکا نه په ینه راغوښتلو ډیر زیات لګښت راځي، زوی ته مې وویل په امریکا کې د علاج کولو له پاره لارې چارې راته وګوره که چېرته لاره برابره شوه ولاړ به شم او علاج به وکړم او کنه مرګ ته به انتظار کوم. او په علاج کې د دې احتیاط به له الله نه اجر غواړم.

الله دې دې ستر انسان ته صحت او روغتیا ورپه نصیب کړي د ده کیسه یواځي د ډاکټرانو له پاره نه بلکي د هر قشر انسان ته پند او عبرت ده، هغه په دومره سخته ناروغۍ اخته دی چې دمرګ او ژوند ترمنځ دی، خوپه درملنه کې یې لکه ځرنګه چې خپلو زامنو ته د خطر او ضرر شبهه نده خوښه د خلکو زامنو ته یې هم نه خوښوي او آن د ځان د درملنې له پاره د مظلوم کافر ینه هم ځان ته نه خوښوي، په خپل ځان دردونه، کړاونه او آن مرګ قبلوي خو بل انسان ته هیڅ ډول ضرر رسول نه خوښوي، دا ډاکتر او د ده کیسه د موجوده له ضرره ډکو انسانانو له پاره د انسانیت رښټینی پیغام دی او د دې ډاکټر عمل د رسول الله صلي الله علیه وسلم د هغه حدیث رښتینی مصداق دی چې وایې: کامل مومن هغه دی چې ځان ته څه خوښوي هغه بل مومن ته هم خوښوي. په ځانګړې توګه ډاکټران باید د دې ستر انسان له کیسې پند او عبرت واخلي، متاسفانه ډیر داسي ډاکټران شته چې په سینو کې یې زړونه نشته تک تور کاڼې په کې پراته دي، د خپل جیب ډکولو په موخه د بل انسان د ژوند په کیسه کې هم نه وي او د خوارو او نادارو ناروغانو په تشو جیبونو او سویو زګیرویو هیڅ رحم نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x