fbpx

بلخ: سيمه ييزو اربکيانو يو ښوونکی وژلی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): سيمه ييزې سرچينې وايي، تېره ورځ د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې پوليسو د ښوونځي يو ښوونکی وژلی دی.

د سيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د شرشرک په کلي کې رامنځته شوې ده.

وژل شوی ښوونکی داد محمد نومېږي او په بلخ ولسوالۍ کې د “نو وارد کوټګي” ښونځي کې يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

ځايي سرچينې وايي، دادمحمد به له دندې وروسته په کلي کې دکانداري کوله خو تېره شپه اربکيانو په ډېره بې رحمۍ وژلی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې ولې نوموړی ښوونکی د اربکيانو له لوري وژل شوی دی.

خو تر دې مخکې، ډیر کرته داسې راپورونه ورکول شوي چې اربکيانو د خلکو دکانونه چور کړي، عام خلک يې زورولي او په لويو لارو کې يې خلک لوټلي دي.

د دغې کلي اوسېدونکو د قاتلينو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د يادونې ده، چې څه موده مخکې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې اربکيانو په يوه کور حمله وکړه چې په ترڅ کې يې درې تنه ووژل شول او دوه تنه يې له ځان سره يرغمل کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د