
طالبان: انار دره ولسوالۍ یې په بشپړ ډول نیولې ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي، تېره شپه یې جنګیالیو د فراه د انار درې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او نورې دولتي ودانۍ نیولي دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تېرې شپې په جګړه کې ۱۵ عسکر وژل شوي، ګڼ شمېر ټپیان شوي او د درې هاموي ټانګونو سربېره یې ګڼې سپکې او درنې وسلې هم نیولي دي.
طالبانو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع هم منلې، چې انار دره ولسوالي د طالبانو له لوري سقوط شوې ده.
د قانع په خبره، په انار دره کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او امنیه قومندان یې بیردمک هم وژل شوی دی.
د فراه امنیتي چارواکي تراوسه د انار درې پر سقوط څه نه وايي.
د تېرې شنبې په ورځ د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د طالبانو او کمانډويي عسکرو ترمنځ نښته کې ۵۳ کمانډويي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تېره ورځ د فراه امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد ویلي وو، چې په دغه ولایت کې ۲۹۱ خیالي پولیس وو، چې د معاشونو او خوراک پیسې یې قومندانانو اخیستې.
په تېرو دوو میاشتو کې د فراه والي، امنیه قومندان او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي بدل شول؛ خو لا هم په دغه ولایت کې طالبان د پرمختګ په حالت کې دي.
