fbpx

پر کلیسا د تندر لویدو په پيښه کې ۱۸ کسان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د رواندا هېواد په سويل کې پر يوې کليسا د تندر لوېدو پېښه کې اتلس تنه وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان دي.

سيمه ييز ښاروال فرانکوس رسنيو ته ويلي، د ادوينتيست پر کليسا د يکشنبې په ورځ هغه مهال تندر ولوېدو کله چې سلګونه کسان د عبادت لپاره راټول شوي و زياتوي چې د تندر لګېدو شپاړلس تنه ځای پر ځای ووژل او دوو تنو په روغتون کې ساه ورکړه.

روغتيايي مسئولينو ويلي، په پېښه کې ۱۴۰ تنه ټپيان دي چې له ډلې يې د اوولس تنو روغتيايي حالت ښه نه دی.

د رواندا چارواکي وايي، د تېرې جمعې په ورځ هم ورته ډول يوه پېښه شوې وه چې پکې اتلس زده کوونکي وژل شوي و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د