افغانستان

فاریاب: د طالبانو په برید کې جنرال مالک ټپي شوی

نن ټکی اسيا: فارياب ولايت څخه ترلاسه شوي خبرونه وايي، چې دولت اباد ولسوالۍ کې د ډاکتر عبدالله د ټاکنيز کمپاين غړي جنرال عبدالمالک پر موټريز کاروان وسلوال بريد شوی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي د نوموړي بريد مسؤوليت منلی او زياتوي، چې د جنرال مالک پر کاروان وسلوال بريد کې جنرال مالک سخت ټپي شوی، پنځه ساتونکی وژل شوي او پنځه موټر يې تخريب شوي دي.

د فارياب ولايت دولت اباد ولسوالۍ ولسوال عبدالسلام نزهت وايي، چې پېښه د نوموړې ولسوالۍ جنګل سيمه شوې.

نزهت زياته کړه، چې دې موټريز کاروان کې د جنرال مالک تر څنګ د ولسي جرګې غړی ګل محمد پهلوان هم روان و، چې له غرمې مخکې لس بجې پرې د طالبانو له لوري وسلوال بريد پيل شو او تر دولسو بجو پورې يې دوام وکړ.

ويل کيږي،چې ياد بريد کې جنرال مالک سخت ټپي شوی، پنځه ساتونکي يې وژل شوي او پنځه موټر يې له منځه تللي دي.

د دولت اباد ولسوال عبدالسلام نزهت وايي، چې د ياد وسلوال بريد له امله د ميمنې او اندخوی لويه لار تړل شوې او د يو شمېر ولسواليو برېښنا هم پرچاو شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x