fbpx

د معدې سوزېدو مخنیوي لپاره لاندې اسانه نسخې وازمویئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۶): معده د انسان بدن کې د ناورغیو مور بلل کیږي، کله چې معده کې ستونزه وي ټول بدن نارامه محسوسیږي، ددې لپاره د معدې روغ ساتل د ټول بدن روغتیا ده.

زیاتره خلک وایي سینه مې سوزي، اصل کې دا سینه نه بلکه د معدې تیزابیت وي چې ورسره معده سخته سوزي، ددې ډېر لاملونه دي، چې یو څو به یې دلته وړاندې کړو.

د معدې سوزېدو ځینې لاملونو څخه یې زیاته ډوډۍ خوړل، ډوډۍ په خوله کې سمه نه میده کول، د شپې ډوډۍ خوړو پسې سمدلاسه وېده کېدل او یا هم مصالحه دار خوراکونه د معدې د سوزش لامل ګرځي.

دلته ځینې داسې شیان وړاندې کوو، چې په حقیقت کې اسانه او کوچني دي خو ستاسې د معدې سوزش ورسره ختمیږي.

ژاوله ژوول

ژاوله ژوول خوله کې لیاړې ډېروي، او له معدې څخه د هوا راویستلو کې مرسته کوي، په دې سره د خوراک بد اغیز چې د معدې سوزېدو لامل ګرځېدلی، کموي.

اوبه څکل

د معدې سوزش پر وخت پکار دي یو ګیلاس تازه اوبه وڅکل شي، د یوې څیړنې پر اساس د معدې سوزش پر وخت د نورو هر رنګه درمل نه اوبه په چټکۍ سره کار کوي، دا له معدې څخه د خوراکونو د وتلو بهیر تیزوي.

د ناستې حالت بدلول

که له ډوډۍ خوړلو وروسته مو معده سوزېده، نو د ناستې حالت مو بدل کړئ، د کږې ناستې پر ځای نیغ کښینئ، که چیرې د ملاستې حالت کې یاست، د سیده ملاستې پر ځای په ښي یا چپ اړخ څملئ.

د ساه ورزش

د معدې سوزېدو حالت کې د ساه اخیستلو ورزش وکړئ (ژوره ساه واخلئ او په ارامه یې بېرته پریږدئ)، په دې سره معدې ته تازه هوا داخلیږي، او د معدې سوزش کموالي کې مرسته کوي.

هغه خواړه/مشروبات چې سوزش زیاتوي، مه خورئ

معده سوزونکي خواړه لکه کافي، چاکلیټ، غوښه، شودې مصالحه دار خواړه، او یا هغه مشروبات چې تېزابیت لري، مثلا د مالټې یا لیمو شربت او یا داسې نور ګازي مشروباتو څخه ځان وساتل شي.

وزن کم ساتل

لکه څنګه چې معده د ناروغۍ مور ده، چاغوالی د معدې ناروغولو ستر لامل دی، ځکه خو چاغ خلک اکثره د معدې سوزش څخه شکایت کوي، دوی ډوډۍ زیاته خوري، چې همیشه یې هاضمي سیستم باندې بوج وي، او له امله یې د معدې سوزش رامنځته کیږي، نو د معدې سوزش څخه د خلاصون لپاره کم وزن ساتل او یا کمه ډوډئ خوړل ښه نسخه ده.

نشیي توکو څخه ځان ساتل

په نشيي توکو کې داسې کیمیاوي مواد شتون لري چې د مرۍ نالۍ لاندې برخې ته زیان رسوي، کله چې دې برخې ته زیان ورسیږي، بیا د هر ډوله خوراک سره د معدې تیزابیت زیاتیږي او سوزش پیدا کوي، هغه خواړه چې د معدې سوزش لامل هم نه ګرځي، د نشيي توکو په وسیله سوزش پیدا کوي، نو پکاره ده چې سګریټ، چیلم او چرسو څکلو مخه ونېول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د