ویسټ انډیز د درې شل اوریزو سیالیو لپاره پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ویسټ انډیز لوبډله له دوی سره د اپریل میاشت په لومړیو کې د شل اوریزو سیالۍ ترسره کوي.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر نجم سیټهي وایي: «د ویسټ انډیز سره د تړون لاسلیکول مو د شپو او ورځو خواریو نتیجه ده، اوس ښه خبر دادی چې ویسټ انډیز لوبډله به د اپریل په ۱-۲ او ۴مه نېټه ترسره شي».

ددوی له ډیرې مودې راهیسي پر خواریو لګیا دي تر څو کومه لوبډله پاکستان کې کرېکټ کولو ته اړ باسي، ځکه چې په ۲۰۰۹م کال کې پر سرېلنکا لوبډلې د پاکستان مشهور ښار لاهور کې له قاتلانه حملې وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په پاکستان کې پر لوبو بندیز لګیدلی و.

اوس دغه بندیز ختم دی خو په پاکستان کې د خرابو حالاتو له امله هیڅ لوبډله پاکستان کې د لوبو لپاره د راتګ زړه نه ښه کوي، همدا لامل دی چې ویسټ انډیز لوبډلې پاکستان کرېکټ بورډ ته ویلي وو چې دوی به په لاهور کې سیالۍ نه ترسره کوي، ددې په اړه نجم سیټي ویلي: «مونږ د ویسټ انډیز لوبډلې سره د سیالیو په اړه خبرې وکړې او هغوی مو راتګ ته قانع کړل، خو هغوی به لاهور کې نه په کراچۍ کې سیالۍ ترسره کوي».

ددغه لوبو لپاره د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا وخت تر مخه کراچۍ ښار ته امنیتي مشاورین لیږلي و، تر څو سیالیو ته د امنیتي تدابیرو په لټه کې د کراچۍ ښار څخه لیدنه وکړي.

پاکستان لوبډله پخپل کوربه توب سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کوي، او اوسمهال خپلې تجارتي لیګ سیالۍ هم په عربي اماراتو کې پېل شوې دي، چې نیمه پایلوبې او پایلوبه به یې په لاهور او کراچۍ کې ترسره کیږي.

نجم سیټهي تېر کال د خپلو راتلونکو پنځه کالونو سیالیو لپاره پلان اعلان کړی و چې په کې ویل شوي وو چې پاکستان لوبډله به ویسټ انډیز لوبډلې سره هر کال (تر ۲۰۲۲م کال پورې) یو یو سیریز په پاکستان کې ترسره کوي، خو د څه ستونزو له امله یې دغه پلان هم شنډ شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د